ټیکنالوژي

د ځیرک مبایلونو په نړۍ کې نوی پرمختګ؛ د ګلیکسي کات کېدونکی مبایل وړاندې شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ لړم، ۳۹۷ل): ځیرک مبایلونه ورځ تر بلې د پرمختګ په خوا روان دي، هر کال د مبایل کمپنیانې په خپل نوي وړاندې کیدونکي مبایل کې د نړۍ حیرانولو او مخالف کمپنیانو ته د ماتې ورکولو لپاره نې ځانګړتیاوې وړاندې کوي.

ددغه پرمختګ په سلسله کې اوس سامسنګ کمپنۍ پریکړه کړې چې د نړۍ لومړی کات کیدونکی مبایل د نړیوال پرمخ وړاندې کړي، د اکتوبر په اتمه نېټه د پنجشنبې په ورځ کوریايي سامسنګ کمپنۍ د خپل نوي حیرانونکي مبایل څخه پرده پورته کړه.

دغه مبایل چې تر دې دمه یې پوره ځانګړتیاوې او ځانګړی نوم نه دی وړاندې شوی، خو ددې یوازې ځانګړې ډیسپلی/سکرین تر دې دمه نړیوال حیران کړي دي.Image result for samsung foldable phone

په دغه مبایل کې په نوې ټکنالوژۍ سمبال د انفینیټي فلیکس ډیسپلی ورکړل شوې، دغه ډیسپلی په لومړي وار په یوه ځیرک مبایل کې وړاندې کیږي، چې د مبایل کات کېدلو وړتیا لري او د کات کېدلو پرمهال هم د یوه سکرین ښودنه کوي، د سامسنګ په وینا د نړۍ تر ټولو غوره انجینرانو پر دغه ځانکړتیا کار کړی.

دغه مبایل د کات کېدلو پرمهال ۷.۳ انچه د ټابلیټ په شکل ډیسپلی ورکوي، او د کات کېدو پرمهال یې شاخوا ته پر سکرین د عام ځیرک مبایل په څېر ۴.۶ انچه ډیسپلی ښودل کیږي.فوٹو بشکریہ سی نیٹ

ددغه مبایل یو شمېر ګټې دي، تر ټولو ښه یې داده چې د مبایل په عام استعمال کې مبایل د کات کېدو په شکل کې بې له کومې ستونزې استعمالیږي، خو د ویډیو، براوزینګ، کتاب یا نور ګڼ کارونه په یوه ستر سکرین کتلو لپاره د ټابلیټ په بڼه ښکاره شي.

دغې مبایل کې به په یوه وخت درې کاریاله کار کوي، کوم ته چې سامسنګ د ملټي ایکټو وینډو (Multi active window) نوم ورکړی دی، ددغه مبایل د خرڅلاو نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو راتلونکی ۲۰۱۹م کال یې هدف دی.

سامسنګ کمپنۍ ددغه مبایل لا زیاتو ځانګړتیاو اعلان نه دی کړی خو ددې د بیترۍ دورانیه به د نورو ځیرک مبایلونو په څېر وي خو ددې ستر سکرین به د نورو په پرتله زیات چارج وهي.

د سامسنګ کمپنۍ ددغه مبایل اعلان تېر ۲۰۱۷م په پای کې کړی و، له دې اعلان وروسته د ایل جي، ایپل، لینوو شوامي، هوواوې او موټرولا کمپنیو هم اعلان کړی و چې کات کېدونکی مبایل به وړاندې کوي، خو تر دې دمه یې په اړه نوي نه دي خپاره شوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د ځیرک مبایلونو په نړۍ کې نوی پرمختګ؛ د ګلیکسي کات کېدونکی مبایل وړاندې شو

سرچینه: نن ټکی اسیا