خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د دایکنډي ولایت له استادانو او ښوونکو سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د دایکنډي ولایت له استادانو او ښوونکو سره وکتل.

په دې کتنه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې سیدانور سیرت او برلاس د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او دتحصیلي او تعلیمي برخو په ځانګړي ډول د نوي پوهنځي د ایجادولو، زېربناو، د ښوونځیو د ودانیو د کموالي، د ښوونکو د ظرفیت د لوړولو، نجونو ته د لیلیې او د دایکنډي د لوړو زده کړو په تحصیلي موسسه کې یې د ماسټرۍ د ایجاد په برخو کې خپل ستونزې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د خپلو بچیانو پوهنې ته یې د دایکنډي ولایت د خلکو له پاملرنې مننه و کړه وې ویل، د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې زموږ برنامې نتیجه محوره دي.

هغه زیاته کړه، تحصیلي رشتې باید د ولایت د شرایطو برابرې وي، ترڅو د لاسي صنایعو او بادامو د سوداګرۍ په برخو کې ممدې واقع شي.

جمهوررئیس زیاته کړه،د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو په برخه کې د کلیوپراختیا وزارت پلان لري او ښوونځي د ولسي تړون برنامې له لارې جوړېږي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه د ښوونکو بایومتریک پېلېږي چې وکولای شو ښوونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړو، دغه راز سږ کال په هر ولایت کې یو تخنیکي ښوونځی او په راتلونکي کال کې په ټولو ولسوالیو کې یو یو تخنیکي ښوونځی جوړېږي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ