افغانستان

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه يو ځل بيا د افغانستان او سيمې هېوادونو سفر پیل کړی

د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانگړي استازي زلمي خليلزاد خپل ماموريت په موخه د سيمې دوهم سفر پيل کړی او په دې لړ کې به افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات او قطر ته سفر وکړي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په خپرې ويناپاڼې کې ويلي، چې د ښاغلي خلیلزاد دا  سفر تېره ورځ پيل شوی او پنځلس ورځې وخت به ونيسي.

ويناپاڼه زياتوي، خليلزاد به د تلپاتې سولې په موخه د افغان حکومت له چاوراکو او طالب استازو سره هم وگوري.

د تېر اکتوبر له څلورمې تر څوارلسمې هم زلمي خليلزاد د سولې په اړه خپل لومړی سفر پيل کړی و او هغه مهال يې د افغانستان، پاکستان، سعودي، متحده عربي اماراتو او قطر چارواکو سربېره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره هم کتلي وو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خليلزاد د لومړني سفر په اړه رسنيو ته څه نه و ويلي، خو طالبانو رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼې کې ويلي و، چې خليلزاد د روانې جگړې د پای ته رسولو په موخه د امریکايي  پوځيانو په وتلو بحث ته چمتووالی ښوولی دی.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ او افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د سرچينو له خولې ليکلي و، چې خليلزاد د قطر ناستې جزيات له ولسمشر اشرف غني سره نه دي شريک کړي او هغه هم د ناستې جزيات د  طالبانو له اعلاميې  ترلاسه کړي وو.

خلیلزاد په داسې حال کې د سيمې هېوادونو په سفر وتلی، چې نن په مسکو کې  د افغان سولې په اړه «مسکو فارميټ» غونډه وه. په دغه ناسته کې  د سولې عالي شورا او طالبانو د پلاوي په گډون د لسو هېوادونو استازو گډون کړی و، کابل او واشنگټن په دغه ناسته کې له گډونه نټه کړې وه.

سرچینه: نړۍ نیوز