افغانستان

طالبانو په بلخ ولایت کې یوه دیني مدرسه پرانیستله

طالبانو د تعلیم او تربیې کمیسیون د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې یو باب دیني لیلیه مدرسه جوړه او پرانیستلې ده.

دعطائیه په نوم دغه دیني لیلیه مدرسه چې پرون د پنجشنبې په ورځ د چمتال ولسوالۍ په امام صاحب کلي کې پرانیستل شوه، په پرانیست غونډه کې یې د طالبانو د تعلیم او تربیې ولایتي مسئولینو ترڅنګ د سیمې ګڼ شمېر قومي مشرانو او عامو خلکو هم برخه اخیستې وه.

په ورته مهال د طالبانو د تعلیم او تربیې کمیسیون د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې له یو شمېر نورو دیني مدرسو او دارالحفاظونو سره هم د دیني کتابونو او قرطاسیه موادو مرستې کړې دي.

باید وویل شي چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د خپلو جنګي فعالیتونو ترڅنګ د ملکي خدماتو او تعلیمي برخو کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي او په دې لړ کې یې ګڼ شمېر ښوونځیو او دیني مدارسو باندې قرطاسیه او نورو د اړتیا وړ توکي(لکه برېښنايي تختې، بیتریانې او فرشونه) ویشلي دي.