افغانستان

زاخیلوال: په داسې انتخاباتي ټیم کې دریږم، چې ټولو ته د منلو وي

عمر زاخیلوال وایي، په داسې یو انتخاباتي ټیم کې دریږي، چې افغانانو او نړیوالو ته منلی وي. په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر له کابل نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ پرځای به له هغه انتخاباتي ټیم څخه ملاتړ اعلان کړي چې افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د اعتبار وړ وي. عمر زاخېلوال له زندان څخه د ملابرادر خوشي کېدل د سولې لپاره مثبت ګام بولي، خو وایي افغان سوله په تشریفاتی ناستو او ژمنو نه بلکې په عملي اقدام سره راتلای شی. دی وایي، تر دامهاله یې له یوه مشخص نوماند څخه د ملاتړ پریکړه نه ده کړې، خو وایي د نوماندانو پروګرامونو ته په کتو به د هغه نوماند ملاتړ وکړي چې دافغان سولې او له روان کړکیچ څخه د وتلو لپاره مشخصې طرحې ولري. عمر زاخېلوال وایي، سره لدې چې له پاکستان سره د سولې په برخه کې د پام وړ کار شوی، خو وایي اسلام اباد تر دامهاله په دې برخه کې کوم اساسي ګام نه دی پورته کړی. زاخېلوال وایي، سوله په تشریفاتي ناستو او ژمنو نشي راتلای بلکې په باور یې د دې پروسې د بریا لپاره باید عملي او جوت ګامونه پورته شي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه