افغانستان

امریکا: هیڅوک د افغان حکومت استازیتوب نشي کولای

د مسکو په ناسته کې د افغان حکومت نه ګډون ښيي چې د مذاکراتو لپاره ریښتینې اراده نشته. شنونکي وایي، د مسکو ناسته د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د خبرو لپاره تر ټولو ښه فرصت وو او کابل باید په دې ناسته کې د ګډون لپاره خپل استازی وراستولی وای. په ورته مهال امریکا خبرداری ورکړی چې، هیڅوک له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت استازیتوب نه شي کولای. مسکو دې ناستې ته د افغان حکومت ترڅنګ یوشمېر سیاستوالو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه، خو افغان حکومت د ناڅرګندو لایلو له امله په غونډه کې له ګډون ډډه کړه او یوازې د سولې عالي شورا یو پلاوی یې ور واستاوه. شنونکي وایي، د مسکو ناسته د سولې خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت لپاره تر ټولو ښه فرصت وو او اړتیاوه چې کابل په دې ناسته کې په رسمي ډول ګډون کړای وای. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روسیې په ګډون هیڅوک حق نه لري چې د افغانستان په استازیتوب له طالبانو سره خبرې وکړي امریکا وایي،سره لدې چې په دې ناسته کې یې په رسمي ډول ګډون نه دی کړی، خو په وینایې د افغان حکومت سره په همغږۍ یې دې ناستې ته د سفارت د همغږۍ برخې یو کارکونکی استولی دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی په پام کې لري چې د افغان سولې لپاره د سفر دوهم پړاو پیل کړی او په پام کې ده چې نوموړی به د افغان حکومت ترڅنګ له طالب استازو سره هم خبرې و کړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه