افغانستان

سیاسي احزاب: افغان حکومت د سولې له خبرو ګوښه ساتل شوی

سیاسي احزاب وايي، افغان حکومت د سولې له پروسې ګوښه ساتل شوی دی. د اجرایه ریاست دویم مرستیال وايي، د حکومت تر څنګ سیاسي احزاب هم د مسکو ناستې ته بلل شوي وو، خو د ملي یوالي حکومت مسولانو د هغوی له ګډون سره مخالفت وکړ او په دې ډول یې دغه مهم فرصت له لاسه ورکړ. بلخوا دولسمشر پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني وایي، د سولې ټینګښت لپاره باید لومړی په کور دننه ملي اجماع رامنځ ته شي او افغان حکومت باید دا واضح کړي چې د سولې مذاکرات له چا، په کومو شرایطو او څه ډول پرمخ وړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه