افغانستان

د سولې عالي شورا: طالبان دې د مخامخ خبرو لپاره ځای او نېټه وټاکي

د سولې عالي شورا ویلي چې د مسکو په غونډه کې پر طالبانو د مخامخ خبرو غږ کوي. د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري رویټرز ته ویلي، افغان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیار دی. دده په خبره دوی به د مسکو په غونډه کې د سولې عالي شورا له آدرسه له طالبانو وغواړي چې د مخامخ خبرو لپاره ځای او نېټه مشخصه کړي. د طاهري په خبره په ځلونو د سولې عالي شورا او افغان حکومت طالبانو ته د مخامخ خبرو وړاندیز کړی دی خو دوی دغه وړاندیز نه مني. د سولې عالي شورا داسې مهال له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو د پيل غوښتنه کوي چې دغه ډلې په ځلونو یوازې له امریکا سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی. طالبانو ویلي دوی افغان حکومت سره نه بلکې له امریکایانو سره د خپلې ستونزې حل کول غواړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه