خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: د نیلي ښار لپاره اساسي ماسټر پلان جوړېږي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني دایکنډي ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې وروسته د دغه ولایت د مدني ټولنې له استازو او ځوانانو سره وکتل.

په پیل کې سیدانور شهاب د ځوانانو او عارفې امېري د مدنې ټولنو د فعالانو په استازیتوب خبرې وکړې او دې ولایت ته یې د جمهوررئیس د پاملرنې قدرداني وکړه وې ویل، دایکنډي ولایت د ودې لپاره پرېمانه فرصتونه او سرچېنې لري او اړتیا ده چې دا سرچینې وپېژندل شي او له فرصتونو څخه د انکشاف او اقتصادي ودې په برخه کې استفاده وشي.

دوی دغه راز د معیاري روغتون او هوايي ډګر نشتوالی، د ښوونځیو د ښوونکو کموالي، د ښځو لپاره د روغتیایي خدمتونو کموالی، په ولسوالیو او دې ولایت ته په پرتو غځېدلو لویو لارو کې د ناامنیو، د ښځو اقتصادي ودې او کرنې ته د زمینې نه برابرېدل، اساسي ستونزې وبللې.

وروسته جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې له بې عدالتۍ سره د مبارزې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په برخه کې د دایکنډي ولایت د ځوانانو او مدني ټولنې د فعالانو هڅې وستایلې.

جمهوررئیس غني وویل:  د نیلي ښار د انکشاف لپاره اساسي ماسټر پلان جوړ او پلی کېږي. هغه د دایکنډي له خلکو وغوښتل چې د ساختمان جوړولو په چارو کې دې له سیمه‎ییزه موادو څخه استفاده وکړي.

دغه راز د هېواد جمهوررئیس وویل، د جغرافیایي زندان د لمنځه وړلو لپاره عملي اقدامات کېږي او د کانونو د نوي قانون په توشیح کولو سره به د دې ولایت کانونو ته ځانګړي پاملرنه کېږي.

جمهوررئیس غني د دایکنډي په ولسوالیو کې امنیتي ګواښونو ته په اشارې وویل، سراسري امنیت د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې قرار لري. هغه زیاته کړه دایکنډي ولایت ته پر غځېدلو لویو لارو او د دې ولایت په ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت په موخه یې لازمې لارښوونې کړي دي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ