ټولنیزي لیکنې

د یهودو حجاب حياء ده او د مسلمانو حجاب وحشت!!؟ د نړۍ ناولی قضاوت

ژباړه: عبد الرقیب رقیب

• په تصویر کي چي ښکاري د حریدیم په نوم د یهودو یوه طائفه ده

• حریدیم یوه یهودۍ طائفه ده چي نظم او رواج یې د خپل دین مطابق ده، ورځنۍ چاري د یهودي شریعت سره موافقي په مخ وړي…

• د “حریدیم” کلمه د “حریدي” ټولګه ده، یعني “تقوا” او شاید د عربي له “حرد” نه اختیسته شوې وي چي معنی یې ګوښه او اعتکاف ده.

• د حریدیم طائفې سړي خپلي ږیري پرېږدي چي آن تر سینو یې رسیږي، د سر ويښتان یې هم اوږده وي، اوبدي یې او شاته یې ترغوږونو اړوي.

• د حریدیم طائفې د ښځو جامې کټ مټ د مسلمانو ښځو جامو ته ورته دي، دوي داسي جامې اغوندي لکه د مسلمانو ښځو چادري.

• د یهودو یوې مشهوري رسنۍ your jewish news، چي د نړۍ د یهودو خبرونه یې ځانګړی هدف ده، مرکز یې د امریکا په کالیفورنیا ده، لیکلي دي چي “د دغي طائفې ښځي همیشه په خپل حیاناک لباس فخر کوي.. چي نوم یې فرومکا frumka ده”. یوې بلي رسنۍ (your jewish news) لیکلي دي چي د حریدیم طائفې ښځي دا جامه ځکه اغوندي چي په یهودي ټولنه کي حياء له منځه لاړه نشي.

• د دوي د ښځو کار د اولاد روزنه، د کور ساتنه، زراعت او د حیواناتو پالنه وي په نورو کارونو کار نه لري.

• د حریدیم طائفې ښځي په اروپا او امریکا کي هم د کډوالو په توګه اوسي خو هیڅوک یې د حجاب خبره نه یادوي، دوي په فرانسه کي هم اوسي چیرته چي د مسلمانو ښځو لپاره په حجاب بندیز ده خو یهودۍ ښځي لدې بندیزه مستثناء دي.

• له هیچا به مو نه وي اوریدلي چي د یهودو په جامه او نقاب یې نیوکه کړې وي، یا یې د قانون مخالف بللي وي؟!

• ایا کله هم له حجابه منع شوي دي یا کوم مخالف قانون ورباندي جوړ شوی ده لکه په مسلمانانو چي تپل کیږي؟

• کوم ملحد، مستشرق یا د بشر د حقوقو په نوم کومي ټولنې ورباندي انتقاد کړی؟ چا هم د دې ښځو د حقوقو په پلمه د دوي په دیني چارو کي مداخله کړې ده؟

• کله مو په تلويزوني یا ټولنیزو رسنیو کي د یهودو د دغو عاداتو په ارتباط مناقشې او بحثونه لیدلي دي؟ چا هم د پړې ګوته ورته نیولې ده؟

🔥د دوي جګړه فقط له اسلام سره ده فقط په مسلمانو ښځو حملې کوي.

مسلمانان دي خپل عقل په کار واچوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د یهودو حجاب حياء ده او د مسلمانو حجاب وحشت!!؟ د نړۍ ناولی قضاوت

سرچینه: نن ټکی اسیا