نظر او تحلیل

مسکو ناستې کې د طالبانو د گډون اهميت؟

تېره ورځ د روسيې په کوربه‌توب د افغان سولې په اړه «مسکو فارميټ» غونډه وه، چې د لسو هېوادونو د استازو په گډون د افغانستان د سولې عالي شورا او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او غړي هم وربلل شوي وو.

په دغه ناسته کې د سولې عالي شورا د مرستيال حاجي دين محمد په مشرۍ پلاوي د طالبانو د سياسي دفتر له مشر شېر عباس ستانکزي او نورو غړو سره هم لنډه ليدنه کړې ده.

حاجي دين محمد د ناستې په څنډه کې رسنيو ته وويل، چې افغان حکومت له طالبانو سره هر ځای خبرو ته تيار دی او ځای يې بايد طالبان په نښه کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف دغې ناستې ته وويل، چې د افغانستان بحران يوازې له سياسي لارو چارو پای ته رسېدلی شي او ټينگار يې کړی، چې د افغانستان گاونډي هېوادونه باید د دغه بحران په پای ته رسولو کې  فعال رول ادا کړي.

د امريکا دريځ؟

امريکا او افغان حکومت په دغه ناسته نيوکې کړي او د شک په سترگه يې ورته کتلي دي.

واشنگټن او کابل وايي، چې د افغان سولې د بهير مشرۍ بايد د افغان حکومت په لاس کې وي او له همدې امله يې په دغه ناسته کې له گډونه نټه کړې وه.

د افغان حکومت د نټې سربېره هم په مسکو کې د افغانستان سفیر عبدالقيوم کوچي او د سولې عالي شورا څلور کسيز پلاوي په دغه ناسته کې گډون کړی و.

طالبانو ويلي، چې دغه ناسته کې مذاکرات نه دي شوي او يوازې د افغان جگړې په پای ته رسولو په کې خبرې شوي دي.

طالبانو ټينگار کړی، چې د افغان بحران د پای ته رسولو لپاره باید امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي او تر هغې  وروسته له افغان حکومت سره په داخلي مسايلو خبرو ته چمتو دي.

دغه ناسته ولې په مسکو کې؟

امريکا د افغان سولې په اړه د مسکو په فعاليتونو نيوکې کړي او خبرداری يې ورکړی، چې د روسيې په گډون هېڅ هېواد د افغان حکومت پر ځای له طالبانو سره خبرې نه شي کولی.

په سيمه کې دا باور  عام دی، چې امریکا نه غواړي د سولې چارې له امريکا پرته بل څوک په غاړه واخلي او د امريکا له انحصاره ووځي.

د چارو شنونکي وايي، چې روسيه د افغانستان په گاونډ کې د سيمې اغېزناک هېواد دی، کولی شي، چې  د سيمې د بحرانونو په اړه گټورې غونډې او فعاليتونه وکړي.

سربېره پر دې په افغانستان کې د داعش ډلې فعاليتونو هم د روسيې په گډون د مرکزي اسيا هېوادونه اندېښمن کړي او غواړي، چې د دغه گواښ مخنيوی وکړي، خو طالبانو تېره ورځ په خپلو څرگندونو کې وويل، چې دوی يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره هڅې کوي او له هېواده بهر هېچا ته گواښ نه دي.

د سولې په اړه د طالبانو دريځ

ولسمشر اشرف غني او همدارنگه د سول عالي شورا استازو ويلي، چې طالبانو سره د سولې خبرو لپاره له هر ډول شرط پرته هر ځای حاضر دي، خو طالبانو د افغان حکومت دغه غوښتنه رد کړې ده او له امريکا سره يې د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير اياز وزير ويلي، چې طالبان افغان حکومت «گوډاگی» بولي او ټينگار کوي چې لومړی بايد د شخړې له اصلي لوري «امريکا» سره خبرې وشي.

د طالبانو د سياسي دفتر مشر شېر عباس ستانکزي دغې ناستې ته وويل، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ټول هېواد کې امنيت او ټيکاو و او د مخدره توکو کرکيله هم له منځه تللې وه، خو د امريکايي او نړيوالو پوځيانو په راتلو د نشه‌يي توکو کرکيله او کاروبار يو ځل بيا اوج ته رسېدلی او ټول هېواد ناامنه شوی دی.

ښاغلي ستانکزي دا هم ويلي، چې دوی په کومه سيمه کې د داعش پر ضد عمليات کوي، امريکايي او افغان پوځيان پر دوی بمبار کوي.

د مسکو ناستې  گټې او زيان؟

اياز وزير وايي، چې د مسکو له ناستې پورې ډېرې  هيلې نه دي تړل په کار، خو په ورته وخت کې يې هيله ښکاره کړې، چې د سولې لپاره يې لومړنی گام بللی شي.

د سياسي چارو افغان کارپوه وحيد مژده وايي، چې افغان حکومت د سولې پر وړاندې زرين چانس له لاسه ورکړ او په مقابل کې يې طالبانو د لومړي ځل لپاره له نړيوال سټيج څخه خپله مدعی نړیوالو ته ورسوله.

د ولسي جرگې غړې فوزيه کوفي هم د حکومت په نه گډون نيوکه کړې او زياته کړې يې ده، چې د مسکو په ناسته کې د نه گډون له امله حکومت روښانه کړه، چې د پرېکړې استقلاليت نه لري.

د سياسي چارو څارونکی او مدني  فعال شفيع هم د مسکو د ناستې په اړه وايي: « ډیپلوماټيک ډگر کې د طالبانو پر وړاندې د حکومت بایلونکی موقف» هغه وايي، چې طالبانو دغې  ناستې ته لوړپوړی پلاوی لېږلی، خو په مقابل کې  يې حکومت د حاجي دين محمد په مشرۍ د سولې عالي شورا کمزوری پلاوی لېږلی دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستيال محمد يونس قانوني ويلي، چې د سولې په اړه افغان حکومت او ولس په تياره کې ساتل کيږي او په دې اړه يې نهيلي ښکاره کړې ده.

د سياسي چارو امريکا مېشتی افغان کارپوه واحد فقیري ويلي، چې افغان حکومت په نړيواله کچه خپل باور نور هم وبایلود او په دغه ناسته کې د طالبانو گډون د هغوی په رسميت پېژندلو په معنا دي.

سرچینه: نړۍ نیوز