نړۍ

امریکا پر ایران د سوئیفټ خدمتونه قطع کوي

د امریکا د مالیې وزیر وایي چې ډیر ژر به د بانکونو تر منځ د سوئیفټ شبکې تبادله د ایران د مرکزي بانک او هغو مالي بسنټونو سره چې بندیزونه پرې لگول شوي په بشپړه توگه قطع کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزیر سټیفن منوچن، په ټویټر کې لیکلي چې د سوئیفټ شبکه خپل خدمتونه د ایران مرکزي بانک او د هغه هیواد تحریم شویو مالي بنسټونو سره قطع کوي.

د ایران پر وړاندې د امریکا د بندیزونو وروستی پړاو د دوشنبې د ورځې له سهار راهیسې په رسمي توګه پیل شوي دي. امریکایي چارواکي ایران د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه، د ترهگرۍ نه په ملاتړ او په سیمه کې د بې ثباتۍ په رامنځ ته کولو تورنوي، خو ایران دغه ډول تورونه بې بنسټه گڼي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه