نړۍ

د مولانا سمېع الحق قتل د جنرال رازق غچ و

پاکستاني ملایان وایي چې د جمعیت اصلاح ګوند مشر مولانا سمېع الحق د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په غچ کې وژل سوی دی.
یوې پاکستانۍ ورځپاڼې پرون د پاکستاني ملایانو له خولې خبر ورکړی چې مولانا سمېع الحق د جنرال عبدالرازق د قتل په بدل کې وژل سوی دی.
د ورځپاڼې له مخې له مخې سمېع الحق د امریکا له خوا وژل سوی دی.
د مطلب لیکوال زیاتوي چې د مولانا وژل به طالب جګره مار او طالب مشران کمزوري نه کړي، بلکې په حقانیه مدرسه کې روزل سوی طالبان به دې ته وهڅوي چې د افغانستان جګړه لا توده کړي؛ خو اسلام آباد ته په کار ده چې د ترهګرۍ پر وړاندې خپله مبارزه قوي کړي.

سرچینه: کندهار ورځپاڼه