افغانستان

د ټاکنو خپلواک کمېسیون: نن د ولسمشريزو ټاکنو مهالوېش اعلانیږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو مهالوېش کېدای شي نن اعلان شي. د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال عزیز ابراهیمي وايي چې، د دغو ټاکنو د مهالوېش مسوده نهايي شوې ده. د ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ انتخاباتو د مهالوېش د اعلان په اړه يې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د ټاکنو د څارونکو بنسټونو نظریات او وړاندیزونه په پام کې نیولي دي. یاد کمېسیون مخکې ويلي وو چې، د ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکي لمریز کال د وري يا حمل د مياشتې په ۳۱ مه وشي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه