افغانستان

له ۸۰ زره بیځایه شویو کورنیو سره ژمنۍ مرستې کېږي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري چې سږکال له څه باندې ٨٠ زره بېځايه شويو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وکړي. دغه وزارت وايي، د دې لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ يا UNHCR او نورو نړيوالو ادارو په مرسته، له دريو مياشتو راهيسې يوه ستراتيژي ترتيب شوې ده. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کورنيو بېځايه شويو ریيس مهرخدا وايي چې، د دې ستراتيژۍ لپاره ٢١ميليونه ډالره بودجه اټکل شوې چې له مخې به يې له ٨٣٠٠٠ کورنيو سره چې نيم ميليون انسانان کېږي، مرسته کېږي. په افغانستان کې د روانو جګړو، وچکالۍ او نورو ستونزو له کبله په لسګونو زره کسان بېځايه شوي دي. په وروستو کې د افغانستان په لوېديځ کې ٢ لکه او ٢٣زره کسان بېځايه شوي چې عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه