لوبې

د راشد خان په کور کې د افغان لوبغاړو ګډ ماښامی

راشدخان ارمان چې د افغان لوبډلې پیاوړی سلو یا سوکه توپ اچوونکی دی، اوس یې د کوژدې اوازې خپرې شوي دي.

داسې ویل کېږي، چې راشدخان غواړي کوژدن وکړي او د ژوند ملګرې وټاکي.

د کرېک ټرېکر په نامه یوې ورزشي رسمي فېسبوک پاڼې په خپله پاڼه د نومبر په ۹ مه نېټه د جمعې په ورځ داسې یو انځور خپورکړی، چې پکې محمدنبي عیسی خېل، شرف الدین اشرف، ظاهرخان، سمیع الله شینواری، حمید حسن، رحمت الله زُرمتی او ځېنې نور لوبغاړي ښکاري.

دا انځور راشدخان په خپل مبایل د سیلفي تصویر په ډول اخېستی دی او راشدخان انځور کې داسې ښکاري، چې مبایل یې لاس کې دی او انځور یې ایستلی دی.

مونږ د راشدخان رسمي فېسبوک پاڼه وکتله په هغې کې د راشدخان د کوژدې او نامزادۍ په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

بل پلو د هغه د ټوېټر په پاڼه هم تر اوسه نوی ټویټ نشته.

د انځور په بره سر کې په انګلیسي ژبه لیکل شوي دي، افغان زمریان د راشدخان کور ته ورغلي او له راشدخان سره ماښامنۍ کوي.

بل پلو په ټولنیزو رسنیو کې ځیني نور انځورونه خپاره شوي، ښکاري چې مشهور هاشم لوګری چې ذهني توازن یې جوړ نه دی، د ملي لوبډلې لوبغاړو سره په یوه کوټه کې ناست دی او ورسره د لوبغاړو عکس د خندا پرمهال اخیستل شوی.

د سټارز سن فولډېډ په نامه یوې وېب پاڼې تر ډېره د راشدخان ټول خصوصیات لیکلي دي.

د راشدخان پوره نوم:
د هغه پوره نوم یې راشدخان ارمان لیکلی، لقب یې ورته بیا د افغانستان افریدي لیکلی.

مسلک او دنده یې ورته افغان کرکټر یعنې بالر لیکلی دی.

د راشدخان قد ۱۶۸ سانتي متره دی، چې ۱ اعشاریه ۶۸ متره کېږي.

نوموړې وېب پاڼې د راشدخان وزن ۶۴ کېلو ګرامه لیکلی دی.

د سینې سور یې ۳۸ اېنچه دی، د ملایې ۳۰ اېنچه ده، د لاس بازو یې ۱۲ اېنچه دی.

د سترګو رنګ ته یې براون یا نسواري رنګ لیکل شوی. د وېښتانو رنګ یې تور دی.

د یو ورځنیو لوبو پیل یې د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه په ۲۰۱۵ م کال کې د زِمبابوې خلاف کړی دی.

د شل اوریزه لوبو پیل یې د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه په ۲۰۱۵ م کال کې د زمبابوې خلاف کړی.

د کمیس یا شرټ نمبر یې ۱۹ ښودل شوی.

د هندوستان او زِمبابوې لوبډلو سره یې لوبې کول خوښېږي. د خوښې توپ اچونه یې لېګ برېک ګوګلي توپ اچونه ده.

په کرکټ کې یې د بدلون پړاو په ۲۰۱۷ م کال کې په آې پي ایل سیالیو کې په ۴ کروړه هندي کلدارو اخېستل شوي دي.

د راشد خان شخصي ژوند:
د سپټمبر په ۲۰ مه په ۱۹۹۸ م کال کې په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی دی. اوس شل کاله عمر لري.
ملیت یې افغان دی، د ننګرهار عالي لېسې څخه یې د فراغت سند اخېستل تاید شوی دی.

دین یې اسلام دی او مذهب یې حنفي دی.

عادت یې دا دی، چې هر ځای سفر وکړي. د خوښې لوبغاړي یې ویرات کولي او شاهد افریدي دی.

په مدني حالت کې ورته مجرد لیکل شوي دي. دا چې د راشدخان کوژده به د شنبې په شپه وي او که نه معلومات به یې وروسته وشي.

سرچینه: یاران