لوبې

استرالیا سویلي افریقا ته په ۷ منډو ماتې ورکړه

د استرالیا او سویلي افریقا دوهمه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د استرالیا په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې سویلي افریقا په ۷ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د سویلي افریقا لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

استرالیا په ۴۸٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د فېنچ، کېري او لېن توپ وهنې په مرسته ۲۳۱ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپاره کېري په ۷۲ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۷، لېن په ۴۴ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۴ او فېنچ په ۶۳ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

سویلي افریقا لپاره رباډا ۴، پرېټوریس ۳، سټېن ۲ او انگېډي یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د سویلي افریقا لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډوپلېسېس او مېلر ښه توپ وهنې په مرسته ۲۲۴ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره مېلر په ۷۱ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۱ او ډوپلېسېس په ۶۵ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۴۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

استرالیا لپاره سټوېنېس ۳، سټارک او هېذل ووډ دوه دوه او کمېنس یوه وېکېټه واخیسته.

سرچینه: نړۍ نیوز