دیني لیکنې

اسلام دژوند هر اړخيز کامل نظام

س ، سيرت

په اسلامي هېوادونو کې چې په سياسي، اقتصادي ، اجتماعي او هر اړخيزو ستونزو کې ميشت مسلمانان را ګير دي ددې اصلي عوامل داسلامي احکامو څخه بشپړ مطابعت نه کيږي که اسلامي هېوادونه په اسلامي احکامو پوره عمل وکړي نو اسلام ته کامل دين ويلى شويدى په کامل دين کې نظام هم کامل وي .

الله تعالى په خپلو بندګانو ډير احسانونه کړي دى چې دانسانيت په ګاڼه ئې سمبال کړي  په ځانګړى توګه مونږ مسلمانان بايد دالله تعالى شکر ادا کړو چې دنړۍ په بندګانو کې داسماني کتاب په راليږلو قران کريم او اخرني نبي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم امتيان  وګرځولو.

دداسې نبي امتيان چې دنبيانو سردار اولين او اخرين ياد شوى دى دانسان دپيدايښت سره سم انساني ژبي او عادات پيل شويدى خو په هغو  انسانانو کې چې داسلام څخه دمخه ئې ژوند کاوه انسان ته ئې دانسان په سترګه نه کتل . داسلام دمبارک دين په مشرف کيدو انسان ته دانسانيت په سترګه وکتل شول  او داسلام دستر مبارک او سپيڅلي دين له برکته اشرف المخلوقات ياد کړل شو .

په نړۍ کې دانساني ژوند دپيل سره سم دالهي استازو راليږل پيل شوي دي پر انسانانو دا لوى احسان   الله رب العزت کړيدى چې هر قوم ته ئې خپل رسول په خپله ژبه کې راليږلى څو دقوم لپاره دسمې لارې دنيولو سبب وګرځي.

خو تر ټولو رسولانو او پيغمبرانو بهتر رسول زمونږ خوږ نبي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ياد کړل شوى ، دالله دلوري دپيغمبرانو دقافلې سردار خاتم النبين په تلپاتي شريعت، نظام او سپيڅلي کتاب قران کريم په وسيله خپل امت ته دقيامت تر ورځې  لارښوونکى راليږل شوى دى،  چې دقران  په  اعمالو او احکامو ئې د دواړو جهانونو کاميابي ترلاسه کيږي.

په سپيڅلى کتاب قران کريم کې زمونږ لپاره داسې احکام بيان شوى چې نه ئې دمخه دمقابلې توان له چا سره ؤ او نه ئې  وروسته کوم قوم چې دبل مذهب او دين پيروان وي مقابله کولاى شي بلکه دنورو اديانو  منونکي داسلام دمقدس دين او خصوصاً د اعمالو څخه دخپل ژوند دنيکمرغۍ او هوساينۍ لپاره ګټۍ پورته کوي . داسلام مبارک دين دژوند په ټولو برخو کې دکامل او کامياب ژوند پوره اساسات او قوانين پريښي دي چې په منلو او تطبيق سره ئې انسان دکامل او هوسا ژوند څښتن ګرځي .

داسلام مبارک دين دخپلو پيروانو لپاره دعباراتو غوره لارې لري چې دژوند دکاميابۍ پړاو ته پرې رسيدلاى شي دژوند ټولې اخلاقي ، سياسي ، اجتماعي او ټولنيزې چارې چې داسلام په مبارک دين کې ئې لارښوونه شويده په نورو اديانو کې نه ليدل کيږي .

يوه الماني محقق داسلام دمبارک دين يو حقيقت پوهيدلو سره ويلي چې اسلام داسې کامياب دين دى مونږ بيا ولې اسلام نه قبلوو ، الماني محقق ويلي هغه څه چې انسان ته ئې انسانيت ورکړى هغه ما داسلام په دين کې وليده چې په نورو اديانو کې نه ليدل کيږي داسلام سپيڅلى دين او نظام دالله دلوري دقران پاک دسپيڅلى کتاب په وسيله راليږل شويدى .

الله تعالى مونږ ته دسپيڅلي کتاب قران کريم په اړه ويلي

ژباړه : مونږ دا قران دقدر په شپه نازل کړى دى

الله تعالى د سجدې سورت په دويم ايت کې فرمائي

ژباړه : دغه کتاب بې شکه او بې شبهې درب العالمين لخوا نازل شوى کتاب دى .

په اسلامي نظام کې دژوند ټولې خواوې په کامل صورت سره تشريح شوي دي ځکه خو ددې سپيڅلي کتاب په اړه خپله الله تعالى فرمايي

ژباړه : دا يو برکتناک کتاب دى چې مونږ نازل کړيدى او ددې کتاب پيروي وکړئ .

که مونږ دنورو اديانو مطالعه وکړو په هغوى کې هم داسلام دمبارک دين او نظام اثر څرګنديږي خو توپير ئې دادى چې مونږ داسلام په منلو خپل ژوند پر مخ بيايو او نور ئې به نه منلو   بيا هم  خپلې ګټي ترې کوي .

 

 

 

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز