خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د بامیانو ولایتي شورا له غړو سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس پرون ماښام د بامیانو ولایتي شورا له غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې د بامیانو د ولایتي شورا رئیس د ګردن‏ دېوال سړک د کار دوام، حوزوي روغتون ته د بامیانو د روغتون ارتقا، د بامیانو پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځي د ایجاد، د کهمرد او سیغان ولسوالیو ستونزو ته رسیدګي، د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو ته پاملرنه او د بابا ښارګوټي د منظورۍ په اړه یې د دغه ولایت د خلکو غوښتنې او ړاندېزونه مطرح کړل.

جمهوررئیس غني د ولایتي شورا رئیس د خبرو له اورېدو وروسته، د بامیانو والي سره د ولایتي شورا له منسجمو نظرونو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د مرکزي سیمو د سړکونو په اړه واضح تعهد وجود لري.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ