خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د بامیانو له ولسوالانو سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف پرون ماښام د بامیانو له ولسوالانو سره وکتل. په دې کتنه د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې د ورث ولسوال علي پناهي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، ولسوالۍ باید له انټرنیټ سره ونښلول شي، ترڅو په ارتباطاتو کې چټکتیا راشي. نوموړی دغه راز په دې ولایت د ولسوالیو بودجې، د ولسوالانو کاري خوندیتوب او د وچکالۍ له امله ځپل شویو خلکو ته د توجه غوښتونکی شو.

وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ولسوالانو د ښه مدیریت مننه وکړه او د بامیانو والي ته یې لارښوونه وکړه، د وچکالۍ له امله د اوښتي زیان کچه دې وارزوي، ترڅو له زیانمنو شویو سره مرسته وشي. جمهوررئیس ټینګار وکړ چې مرستې به عادلانه وېشل کېږي. د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د ولسوالانو کنفرانس به ژر جوړ شي، د ولسوالانو ستونزې حل کېږي او پر شغلي خوندیتوب به یې هم بحث وشي. هغه څرګنده کړه، افغان ټېلي کام به د ولسوالیو د اړیکو د تامین په اړه کار وکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ