خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: بامیانو ته د غځېدلو لارو امنیت ته دې پاملرنه وشي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله‏وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني بامیانو ولایت ته د خپل سفر پر مهال پرون ماښام د دغه ولایت نظامي او امنیتي مسوولینو سره وکتل او د بامیانو د عمومي امنیتي وضعیت په اړه یې د هغوی راپور واورېد.

په دې کتنه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال محمد شریف یفتلي او د بامیانو امنیه قومندان د دغه ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، بامیان د هېواد له امنو ولایتونو څخه دي او د ټاکنو پروسه هم په دغه ولایت کې په بریالیتوب ترسره شوه.

یادو ویناوالو زیاته کړه، په بامیانو کې د سړک جوړولو د پروژو کار په چټکۍ سره جریان لري، خو د بامیانو اوسیدونکي د غوربند ــ جلرېز لوېې لارې په اږدو کې له امنیتي ستونزو سره مخ دي.

یادو مسوولینو څرګنده کړه، د بامیانواوسیدونکي د امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي او د دغه ولایت د سیمه‎‎ییزې ادارې او پولیسو ترمنځ همکاري او همغږي موجوده ده.

جمهوررئیس غني د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته لارښوونه وکړه چې بامیانو ته د غځېدلو لارو امنیت ته دې پاملرنه وکړي او ټینګار یې وکړ د بامیانو اوسیدونکي او سوداګر باید په تګ او راتګ کې خوندي وي.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، سالنګ به د بیارغاونې له امله وتړل شي او بدیله لاره به یې دوشي ــ بامیان او پروان ــ بامیان به وي، له همدې امله لویې لارې له ځانګړي امنیت څخه برخمنې دي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ