نظر او تحلیل

يو خوا اقتدار، بله خوا ارزښتونه او ملي ګټې

ف، فايض
يو خوا اقتدار، ثروت او قدرت دریواړه ډېر خواږه دي؛ ځکه خو د هر چا خوښېږي؛ نو لکه چې وايي، غوښه خو د هر چا خوښه ده؛ خو پيشو پرې ايمان ورکړی دی، پر دې اساس دا درې څېزونه د هر چا خوښېږي؛ خو ځينې يې که د ايمان په بيه شي، هم غواړی. متأسفانه د افغانستان خصوصاً معاصر تاريخ له دغسې ناخوالو ډک دی، د سدوزو شهزاده ګانو پخپلو کې اختلافات، د محمدزيو پخپلو کې اختلافات او بيا په لويه کې د دې دواړو کورنيو اختلافاتو افغانستان اوسنۍ محدودې او پر وچه محاطې جغرافيا ته را ورساوه. هغه چې يوه ورځ به د افغانانو بيرغ پر ډيلي او بله ورځ پر اصفهان رپېده، اوس په يوه داسې جغرافيا کې راګير دی چې هرې خوا ته يې بندې کوڅې دي او که هر ګاونډی وغواړي افغانستان ته په ډېره اسانه فشار ورکولای شي او دغه بدبختي په دې ټوله سيمه کې فکر کوم يواځې د افغانستان د افغانستان په برخه ده. که زموږ دا شپږ ګاونډيان پاکستان، ايران، چين او درې شمالي ګاونډيان تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هر يو وغواړي افغانستان ته فشار ورکولای شي او دا د لوی خدای (ج) فضل دی چې افغانانو په همدغسې يوه حالت کې هم خپل همدا نيمګړی هېواد وساتلی شو چې لږ تر لږه د افغانستان نوم خو تازه دی.
زموږ په سياستوالو کې به لږ داسې کسان وي چې خپل ارزښتونه دا که ديني دي که ملي، تر اقتداره ورته ترجيح ولري. ډېری خو داسې دي چې آخرت يې هېر کړی؛ خو چې دی اقتدار ته ورسېږي. د پاکستان يو پخوانی داخله وزير و، اسلم خټک نومېده چې يو وخت په کابل کې د پاکستان سفير هم پاتې شوی، د هغه به باب دا خبره مشهوره ده چې چا ترينه پوښتلي و چې خټک صېب ته دا پارټۍ (حزب) ولې ژر ژر بدلوې؟ يوه په مسلم ليګ کې يې، بله ورځ په پيپلز پارټۍ کې، بله ورځ په کوم بل کې؛ نو خټک صېب يې ډېر عجيب ځواب ويلی و او هغه دا چې ما خو هېڅکله ګوند نه دی بدل کړی؛ ځکه زه همېشه په «حزب اقتدار» کې يم؛ خو دا چې اقتدار ته کله يو ګوند راځي او کله بل؛ نو په دې کې زما څه ګناه ده. دغسې دا زموږ د اقتدار ليوني هم دي، د اقتدار لهپاره هر ډول معاملې ته تيار وي؛ خو نه غواړي له اقتداره حذف شي..
دا اوس دا جرګې روانې دي چې څوک به، څوک د ولسمشرۍ لهپاره نوماندوي. په دې کې تر اوسه پورې ولسمشر اشرف غني، د امنيت شورا پخوانی سلاکار حنيف اتمر، د کورنيو چارو پخوانی وزير عمر داوودزی، اجراﺉيه رﺉيس ډاکتر عبدا… او احتمالاً د ماليې پخوانی وزير ډاکتر انوارالحق احدي مخې ته راغلي دي، که څه هم تر اوسه يو هم رسماً نه دی نوماند شوی؛ خو کېدای شي ژر اعلان شي او دا هم کېدای شي، نور نوماندان هم مخې ته راشي. دا چې څوک به يې ګټي، دا خو نو د خدای (ج) کار دی چې څوک ورته منظور وي، هغه به مخې ته راځي؛ خو تر کومه چې په سياسي سازشونو پورې اړه لري، دلته ډېر فاکتورونه شته چې په دې کار کې به نقش ولري. پر نورو هغو سربېره د امريکا خوښه هم ناليدلې نه شي ګڼل کېدای.
دلته زما بحث پر دې دی چې هيچا ته هم خپل ارزښتونه او ملي ګټې د پام وړ نه دي؛ بلکې مسابقه پر دې ده څه وکړي چې ځان ارګ ته ورسوي. همدغسې ډېر خو لکه لوی ملي اﺉتلاف (؟) خو لا ولسمشرۍ ته هم درې معاونان په پام کې نيولي دي او اجراﺉيه رياست ته هم، حال دا چې موږ يو اساسي قانون لرو او دا له اساسي قانونه بهر خبره ده؛ خو دوی به وايي چې اساسي قانون لا په کې چا را ايستی دی، دا د ملي وحدت په نامه حکومت چېرته په اساسي قانون کې ځای درلود؟ ولې د یوې ماورای قانون موافقتنامې له مخې تشکيل نه شو؟ چا يې مخه ونيوله، هېچا هم کوم داسې اعتراض و نه کړ او نه يې داسې حرکت وکړ، چې د يوه دغسې ناقانونه اقدام مخه ونيولای شي. متأسفانه ملت خو هسې هم مړ دی او دې يو څو زورواکو او سياستوالو يرغمل کړی دی؛ نه د اشرف غني پلويانو وويل چې موږ خو د ملي وحدت په نامه حکومت ته رايه نه ده ورکړې او نه د ډاکتر عبدا… پلويانو دغسې کوم اقدام وکړ، بس هغه یو څو کسه چې د واک په دسترخوان کې يې ځانته ځای پيدا کړ، غلي شول او پر دې سربېره په واک کې ټول شريکان له امريکا او ناټو سره په امنيتي تړون کې شريکان شول. دا سهي ده چې د دې کار لومړی درجه ملامت خو ډاکتر غني دی، دوهمه درجه عبدا… او درېيمه درجه حنيف اتمر؛ خو دې نور هم چې ورسره شريکان وو په دې اړه کوم اعتراض و نه کړ، د ملت کور هم دا موضوع په پټو سترګو تأييد کړه او د عام ولس خو دې خدای مل شي. زه له ۲۰۰۴ نه را په دې خوا چې هر ځل انتخابات کېږي په دې تمه کېږم چې دا ځل به د ولس د شعور سترګې غړېږي او دا ځل به غړېږي؛ خو
غرونه غرونه خوب په څاڅکي اوبو درومي
يار په سيند زما د اوښکو بيدار نهشو
زه خو د يوه مسلمان په حيث پخوا هم پر دې باور وم او اوس هم يم او د ورځې په تېرېدو سره مې دا باور پخېږي چې له متجازو او وحشي روسانو سره زموږ جهاد بالکل د کايناتو د ستر رب يوه خاصه پېروزوينه وه چې دومره ژر د ملت شعور را ويښ شو چې ان د روسانو تر راتګ د مخه د ۱۳۵۷ د ثور په اوومه کمونستي کودتا وشوه او د ثور پر نهمه زموږ مجاهدينو پر زيړوک علاقهدارۍ بريد وکړ او علاقه داري يې ونيوله او کله چې د ۱۳۵۸ د جدي پر شپږمه روسان راغلل؛ نو جهاد په يوه منډه سرتاسري شو. د افغانستان په څلور کونجه کې ولس را پاڅېد او وسلهوال جهاد ته يې په همغو ډېرو ابتدايي وسايلو ملا وتړله، دا چې وروسته غربيانو وغوښتل د مجاهدينو تأييد وکړي هغه پر دې چې هغوی وکتل چې افغان ولس د روسانو مقابله کولای شي او کوي يې؛ که چېرې يې په افغان ولس کې دا همت نه ليدلای، هېڅکله به يې ورسره نه مرسته کړې وای او نه به يې د مجاهدينو تأييد کړی وای.
ما دا په وار وار ليکلي چې د ۱۹۸۸ له اپرېل نه چې د ژنو کنفرانس جوړ شو، افغان قضيې نوی رنګ خپل کړ او نوې توطيې شروع شوې چې په تدريج سره خبر تر دا ننه پورې را ورسېده. زما هدف دا دی چې افغان ولس بايد را ويښ شي او خپله راتلونکې په پام کې ونيسي، دلته به څوک واک ته رسېږي او څه به کوي؛ زموږ له عقيدتي ارزښتونو سره به څه کوي، زموږ له ملي ګټو او ملي مسايلو سره به څه کوي. دا نور مسايل خو د هغه څه په پرتله چې پورته وويل شول، وړې خبرې دي هغه څه چې مهم دي او زموږ سرې کرښې دي، حال دا چې اوس د سرو کرښو نوم و نښان ورک شوی. که چا هېواد وپلوره هم څوک خبر نه دي، که چا پر هېوادنيو او ملي مسايلو معامله وکړه هم څوک خبر نه دي، آخر د خدای لپاره دا څه حال، څوک اوس هم د «متوفاسوسياليزم« ترانې غږوي، څوک د سکولاريزم په ميو مست دی، څوک د قدرت په نشه کې ډوب دي، څوک ورته د رسېدو په لار کې د جنون حالت ته رسېدلي او عام ولس خو بیا هم ويده دی، بيا هم همدغسې کسانو ته رايې ورکوي، اخر دې رايه ورکوونکو د يوه مسلمان ملت د غړو په حيث د خپل مسؤوليت په باب کله فکر کړی دی؟

سرچینه: ویسا ورځپاڼه