افغانستان

طالبانو انټرفاکس ته: د افغان حکومت پر ځای امریکا سره خبرو ته چمتو یو

د انټرفاکس خبري اژانس د خبر له مخې طالبانو ورته ویلي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته لا چمتو نه دي. د سرچینې په وینا، دوی د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته لا چمتوالی نه لري او زیاته کړې یې ده چې د افغان حکومت پر ځای غواړي له امریکا سره خبرې وکړي. په ورته وخت کې د سولې عالي شورا وایي چې د یادې غونډې پایلو ته هیله من دي. د دې شورا ویاند سید احسان الله طاهري وایي، برخه والو هېوادونو په غونډه کې پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی او هیله مندي شته چې طالبان د سولې خبرو لپاره له افغان حکومت سره کېني. هغه ویلي ټولو ګډونوالو پر طالبانو غږ کړی چې له افغان حکومت سره دې مخامخ د سولې خبرو ته کېني څو دې کشالې ته ژر د پای ټکی کېښودل شي. مسکو غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لکه چین، ایران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان سربېره د امریکا یو استازي هم ګډون درلود.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه