نظر او تحلیل

د مسکو غونډه.. د طالبانو دیپلوماتیکه بریا

نن ټکی اسیا – سرمقاله

تیره ورځ په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د افغانستان په اړه یو ورځنی کانفرانس دائر شو.

په یاد کانفرانس د امریکايي استازي په شمول د افغانستان د ګاونډ د دولسو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

یاد کانفراس د خپلو زماني او مکاني مدلولاتو له مخې له ځانګړې اهمیته برخمن دی چې د همدې اهمیت له وجې امریکایانو د هغه د مخنیوي او ځنډولو مکررې هڅې وکړې مګر دهغوی د ټولو مزاحمتونو با جود کانفرانس دائر او د طالبانو استازیو ورکې د افغانستان د قضیې د یوه مسؤل جهت په حیث ګډون وکړ.

که څه هم چې د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره خبر داری ورکړ چې دا غونډه د كابل – تاشكند پروسې پرخلاف جوړه شوې ځکه نه حکومت ورته رسمي استازي ولیږل او طالبان باید له هغه څخه ابزاري استفاده ونه کړي، خو طالبانو وکړای شول خپل ټول سیاسي پیغام د همدې کانفرانس له لارې نړۍ ته ورسوي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پرشاتګ او په هیواد کې د شرعي نظام حاکمیت د یاد پیغام محوري ټکی و.

که څه هم چې ګډ حکومت د یادې غونډې د بي اهمیته ښودله په غرض هغې ته یواځې د سولې شورا یو ټیټ پوړی پلاوی ولیږو خو په یاده غونډه کې د افغانستان د ګاونډ د ټولو هیوادونو د استازیو ګډون هغې ته ځانګړی اهمیت ورباښه او دا لومړی ځل و چې طالبان د هیوادونو په کچه په یوه دغسي مهمې غونډې کې د نړۍ د مخاطبولو فرصت تر لاسه کوي.

په یاده غونډه کې د طالبانو د سیاسي څانګې ترټولو لوړ پوړو چارواکو ګډون او هلته له خپلې داعیې څخه په ډیر موفقانه انداز سره دفاع کول بل هغه څه و چې د ګډ حکومت د مخ پر انزوا دیپلوماسي په مقابل کې یې د طالبي دیپلوماسي د قاطعې بریا استازولي کوله.

طالب ديپلوماتانو وکړای شول په ډیر مهارت سره خپلې غوښتنې د غونډې له برخواله سره د یوې فعالې دیپلوماسې په ژیه شریکې کړې، چې له امله یې وکړای شول هم د غونډې د برخوالو او هم په خصوصي ډول هلته د میشتو ژورنالیستانو توجه ځانته راوګرځوي.

اما د هغوی برعکس د سولې شورا استازي چې په حقیقت کې یې د ګډ حکومت نماینده ګي کوله نه د ديپلوماسي له نزاکتونو سره بلد ول او نه یې هم د غوڼدې له برخوالو سره د سیاسي اهلیت د کمزوري له وجې د مفاهمي چانس تر لاسه کړای شو.

په هر صورت د مسکو غونډه د طالبانو لپاره په قطر کې د سیاسي دفتر تر پرانیستلو وروسته دوهمه داسې بریا ګڼل کیږي چې پر هغو ټولو تورونو او نومونو د بطلان کرښه را کاږې کوم چې د امریکایانو لخوا ورباندې ښودل شوي دي.

د مسکو په غونډه کې د طالب استازیو قوي دیپلوماسي او پر ځای استدلال د غونډې برخوال پر دې قانع کړل چې هغوی د امریکايي الزامونو برعکس هم د خپل هیواد د لانجې د معقولې حل لارې ښه اهلیت لري او هم له نړیوالو سره د سازنده تفاهم وړتیا.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د مسکو غونډه.. د طالبانو دیپلوماتیکه بریا

سرچینه: نن ټکی اسیا