نړۍ

امریکا ښايي د شکيل افریدي بدل کې عافيه صديقي خوشې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۹)

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزير فواد چهودري وايي، حکومت په امریکا کې د زنداني پاکستانۍ ډاکټرې عافيه صديقي د خلاصون په اړه هڅې پيل کړي دي.

چهودري وايي، لومړي وزير عمران خان د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د ډاکټرې عافيه صديقي د خلاصون په اړه له امريکايي مسوولينو سره خبرې وکړي.

ډاکټر عافيه صديقي په ۲۰۱۰ميلادي کال کې د پاکستان له لوري د القاعده تنظيم سره په تړاو لرلو ونيول شوه او امريکا ته تر سپارلو وروسته امريکايي محکمې له خوا ورته د ۸۶کاله زنداني کېدو سزا اورول شوې ده.

وړمه ورځ د عافيه صديقي خور ډاکټرې فوزيه صديقي  وويل، چې دوی داسې معلومات ترلاسه کړي، چې امریکا په لاهور کې د نيول شوي امريکايي قاتل ريمنډ ډيوس په بدل کې د عافيه صديقي د خلاصولو وړانديز کړی و، چې حکومتي چارواکو دغه وړانديز نه و منلی او پر ځای يې نورې غوښتنې کړې وې.

خو د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت د يوه چارواکي له قوله ليکلي، چې حکومت د ډاکټرې عافيه صديقي په بدله کې د شکيل افريدي په خلاصون غور کوي چې څو ځلې ترې امريکا د هغه د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

څو ورځې مخکې د پاکستان کونسل په امريکا کې له عافيې سره کتلي و چې هغې ورته د عمران خان لپاره يو خط لېږلی و او پکې غوښتنه شوې وه چې غواړي له زندانه خوشې شي په وينا يې نوموړې تښتول شوې او په غير قانوني توګه په زندان کې اچول شوې ده.

سرچینه: کابل ټکی کام