افغانستان

پکتیا کې هوایي برید ۵ ملکیان وژلي دي

له پکتیا ولایت نه را رسېدلي راپورونه ښیي چې د یاد ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په خوزې خېلو سیمه کې په یو هوایي برید کې پنځه ملکیان وژل شوي دي. د سیمې اوسېدونکي او مدني فعال سید جمال الدین آصف خیل وویل چې دا برید نن شاوخوا دولس بجې پر هغه موټر شوی دی چې ملکیان پکې سپاره وو. د سرچینې په خبره وژل شویو کې یو ماشوم دوه ښځې او دوه نارینه شامل دي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا هوایي بریدونو زور اخیستی چې تر ډېره یې قربانیان ملکیان وي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه