افغانستان

پکتیا کې یو شمېر چارواکي او ۴نوماندان څارنوالۍ ته معرفي شوي

په پکتیا کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، څلور نوماندان نواب منګل، ښایسته جان احدي، فریدالله ځاځی او حافظ مبارز او دغه راز یي د درې ولسوالیو امنیه قوماندانان، دوه ولسوالان او یو د پوځ افسر څارنوالۍ ته معرفي کړي دي. یاد کمیسیون زیاتوي د اریوب ځاځي او لجې منګل امنیه قوماندانان او ولسوالان، د میرزکې امنیه قوماندان او دغه راز د تندر قول اردو د لوجستیک آمر په ټاکنو کې د لاسوهنې په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې هم په پکتیا کې لسګونو کسانو د اعتراضونو په ترڅ کې په پکتیا کې ځینې چارواکي او یو شمېر نوماندان په ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړي وو او له حکومته یې د هغوی د مجازات غوښتنه کوله.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه