افغانستان

سولې شورا: د خلیلزاد دویم سفر به د سولې پر لور مزل لا لنډ کړي

افغانستان او د سیمې ځینې نورو هېوادونو ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دویم سفر پخلاینې ته هیله مندي ډیره کړې ده. د سولې شورا وایي، هیله لري چې د نوموړي دا سفر به د سولې خبرو ته مزل لا لنډ کړي. د یادې شورا اجراییوي غړي او سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ویلي، د سفرونو او غونډو ور هاخوا د دې وخت راغلی چې نور له عمومیاتو تېر او د سولې خبرې اترې عملاً پیل شي. هغه زیاته کړې د خلیلزاد د دې سفر په پایله کې به د سولې خبرو د پیل څرنګوالی روښانه شي. هغه دغه راز زیاته کړې، تمه لري چې د خلیلزاد له دې سفر سره به په دې برخه کې عملي ګامونه پورته شي. د سولې شورا دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې خلیلزاد د خپل سفر تر پیل مخکې ویلي، هیله لري افغان حکومت او طالبانو د سولې لپاره د با صلاحیته پلاوي ټاکلو په موخه منظم ګامونه اخیستي وي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه