افغانستان

هند: زموږ دریځ پخوانی دی، طالب ښه او بد نه لري

د هند د بهرنیو چارو وزارت د هغو اوازو له خپرېدو وروسته چې پلاوي یې د مسکو غونډې په څنډه کې له طالبانو سره خبرې کړې دي او داسې ښکاري چې د طالبانو پر وړاندې د دوی دریځ بدل شوی دی ویلي، د مسکو ناسته کې د هندي پلاوي او طالبانو تر منځ هیڅ ډول مخامخ خبرې نه دي شوې. د هند د دولت مخالفو ګوندونو ویلي چې هندي پلاوي مسکو کې طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي. خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې خبرو کې هندي پلاوی د نا رسمي چارواکو په حد کې پاتې شوی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د افغانستان په اړه هر ډول خبرو کې د هند دریځ او ګډون د دغه هېواد د منتخب دولت په بڼه دی او د ښو او بدو طالبانو تر منځ هېڅ توپیر نه شته. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ویلي دوی غواړي د افغانانو په مشرۍ له طالبانو سره خبرې وکړي خو طالبان بیا وایي حکومت صلاحیت نه لري دوی یې پر ځای له امریکا سره خبرو ته چمتو دي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه