خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د بامیانو پوهنتون له استادانو او ښوونکو سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني بامیانو ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د بامیانو پوهنتون له استادانو او د ښوونځیو له ښوونکو سره وکتل.

په دې کتنه د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې د بامیانو پوهنتون رئیس عارف یوسفي او د دې ولایت د پوهنې رئیس ایوب اروین د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په بامیانو کې د لوړو زده کړو او پوهنې د وضعیت په اړه یې جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

دوی د بامیانو پوهنتون د ودانیو د کمبود، لیلیې لپاره د ګرمې اعاشې، استادانو ته د ځمکې د وېش، د طب پوهنځي د ایجاد، د پوهنې ریاست لپاره د معیاري ودانۍ د جوړولو او درسي کتابونو ته د لاسرسي په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه مطرح کړل.

دغه راز په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزیر او پوهنې وزارت معین په بامیانو کې د لوړو زده کړو او پوهنې په اړه خپلې برنامې بیان کړې.

وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د بامیانو د استادانو او ښوونکو له هڅو یې د مننې ترڅنګ وویل، د بامیانو پوهنتون سیمه به د ارګ علمیاتي واحد له لورې هواره شي او په بامیانو پوهنتون کې به د طب پوهنځي د ایجاد په موخه د لوړو زده کړو وزیر خپلې ارزونې پیل کړي.

دغه راز جمهوررئیس غني وویل، په بامیانو کې به د ولسي تړون برنامې له لارې ۶۴ ښوونځي جوړ او د پوهنې ریاست ودانۍ به هم په بهترین معیار جوړه شي.

جمهوررئیس غني له استادانو او ښوونکو وغوښتل پر هغو څانګو دې تمرکز وکړي چې د کار له بازار سره اړیکه لري.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ