خبرپاڼې

جمهوررئیس په بامیانو کې د یوې قطعې جوړولو حکم صادر کړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني بامیانو ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د دغه ولایت له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره وکتل.

په دې کتنه د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې حاجي حیدر علي احمدي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او بامیانو ته یې د جمهوررئیس له پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ، د بامیانو داخل او دغه ولایت ته د غځېدلو لویو لارو د امنیت، دویم درجه ولایت ته د بامیانو د ارتقا د اجرایي حکم، د بامیانو د هوایي ډګر د جوړولو د عملي کار، د ملکیت د اسنادو وېش او د ښارګوټو د بهیر چټکتیا ته د پاملرنې، د کرنې ودې او کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې، حوزوي روغتون ته د بامیانو د روغتون ارتقا او د ملکیتونو د استملاک په اجرا کې شفافیت په اړه د دغه ولایت د خلکو ستونزې او غوښتنې جمهوررئیس سره شریکې کړې.

وروسته جمهوررئیس خبرې وکړې وې ویل، بامیانو ولایت ته پاملرنه زمونږ په لومړیتوبونو کې ده او د تاریخ په اوږدو کې په دغه ولایت کې د تېرو څلورو کلونو په اندازه پانګونه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه، د بامیانو ولایت د امنیت تامین، د سړک جوړولو پروژې په ځانګړي ډول د شکاري درې پروژه، د ځانګړو عملیاتو ترسره کول او د ملي امنیت عمومي ریاست په چوکاټ کې د ۴۴۳ کسانو په کمیت د یوې قطعې د جوړولو حکم مې صادر کړی.

جمهوررئیس د سیمه‏ ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بیګ ته لارښوونه وکړه چې دویمې درجې ته د بامیانو ولایت ارتقا اداري بهیر دې چټک کړي. هغه زیاته کړه هغه اسانتیاوې چې بامیانو ولایت ته په واک کې ورکړل شوې د دویمې درجې ولایت له امتیازونو هم زیاتې دي.

جمهوررئیس غني وویل، زمونږ موخه د بامیانو ولایت صنعتي کېدل دي او د همدې لپاره دغه ولایت ته ۳۰۰ میګاواټه برېښنا رسېږي چې د صنعت او کرنې په وده کې به اساسي رول ولري.

جمهوررئیس محمداشرف غني ښارجوړولو وزارت او د ځمکو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د ښارګوټو او د هغه د اسنادو د بشپړولو بهیر چټک کړي او په بامیانو کې دې د ځمکو د استملاک موضوع د څېړلو لپاره ډېر ژر لوړپوړی پلاوی دغه ولایت ته واستوي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ