خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: د بامیانو علماء د یوبل زغملو او مذهبي وفاق د تحکیم بېلګه ده

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس بامیانو ولایت ته د خپل سفر په لړ کې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت له یوشمېر دیني علماو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې نعمت الله بیاني د بامیانو ولایت د دیني علماو په استازیتوب خبرې وکړې، جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ په بامیانو کې د جوماتونو د جوړولو، د امامانو د تشکیل د زیاتېدو او دیني تعلمیاتو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

وروسته د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش خبرې وکړې او د دیني علماو له رول څخه په مننې یې وویل، د بامیانو علماء د ملي یووالي د تحکیم، د افراطي فکرونو د له منځه وړلو او د یوبل زغملو چاپیریال په جوړولو کې یوه الګو ده.

هغه همداراز د بامیانو دیني علماو څخه چې له اثارو او تالیفاتو څخه یې د هېواد دننه او بهر کې استفاده کېږي مننه وکړه.

وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې وې ویل، د اسلامي نظام د جوړېدو اساس عدالت تشکیلوي او حکومت د عدالت د تامین لپاره پرېکنده اراده لري او هڅه کوي په ټول هېواد کې تاریخي محرومیتونو ته د پای ټکی کېږدي.

هغه زیاته کړه، مذهبي وفاق زمونږ د ملي امنیت له کلیدي ټکو څخه دی او بامیان د یو بل زغملو او مذهبي وفاق د تحکیم الګو ده. جمهوررئیس د بامیانو علماو ته په خطاب کې وویل: هیچاته اجازه مه ورکوئ چې دغه مذهبي او دیوبل زغملو وفاق زیانمن کړي.

جمهوررئیس وویل، د علماو د امتیازاتو زیاتېدو لپاره مې لارښوونه کړی، دغه راز د ملا امامانو د تشکیل زیاتوالی په پام کې دی. هغه له دیني علماو څخه وغوښتل پر داسې طرحې دې کار وکړي چې له مخې یې جوماتونه د دیني مضمونونو تدریس کې دخیل شي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ