خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د دوشي- بامیان سړک جوړولو کار پرانیست

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني بامیانو ولایت ته د خپل سفر پر مهال په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او یو شمېر وزیرانو یې ملتیا کوله نن سهار د دوشي- بامیان سړک د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست.

په دې مراسمو کې د فواید عامې وزیر یما یاري خبرې وکړې وې ویل، د دوشي-بامیان سړک ۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري ۲۷ میلیون ډالره لګښت پرې راځي او د نړیوال بانک له لورې تمویلېږي او د هغه سړک شپږمه برخه ده چې بامیان د بغلان له دوشي سره نښلوي او په عین حال کې پرې د بغلان له لورې هم کار جریان لري، خو د پنځمې برخې کار یې په تدارکاتي پروسه کې قرار لري.

هغه زیاته کړه، په بامیانو ولایت کې په مجموعي ډول ۲۸ پروژې تر کار یا هم په تدارکاتي پړاونو کې قرار لري، مجموعي لګښت یې څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ کېږي چې په څو کلونو کې تطبیقېږي.

د فواید عامې وزیر وویل، یادې پروژې په بامیانو ولایت کې د ملي یووالي حکومت د سترې پانګونې یوه برخه ده چې موخه یې د جغرافیایي زندان له منځه وړل او له داخل سربېره د سیمې له بازارونو سره نښلول دي.

وروسته جمهوررئیس د بامیانو خلکو ته د دوشي-بامیان سړک د جوړولو د پیل د مبارکۍ تر څنګ ویل، مرکزي افغانستان د انزوا د نقطې پر ځای د افغانستان په خوځنده زړه بدلېږي. هغه زیاته کړه، هیله ده په هره میاشت او هر کال کې د دې شاهد واوسۍ چې دا ژمنې په عمل کې پلې کېږي.   

جمهوررئیس څرګنده کړه، د دوشي-بامیان سړک اهمیت په دې کی دی چې د سالنګ د لویې لارې بدیل شي، ځکه سالنګونه اساسي بیارغاونې ته اړتیا لري. دغه راز دا سړک مرکزي افغانستان د شمال ختیځ او وروسته له مرکزي اسیا سره نښلوي.

هغه زیاته کړه: مهمه دا ده په هر قیمت چې کېږي ګردن دېوال ته ورسېږو، خو زموږ تر ټولو مهم کار د مزارشریف- کندهار اتصال دی چې د شمالي دهلېز په نامه یادېږي.

جمهوررئیس غني وویل، که څه هم چې دا څو بینادي کورېدورونه له یوې خوا د ملي یووالي او د ملي اقتصاد د ایجاد ضامن دي، خو بل پلو بیا ټول افغانستان له یوه بل سره نښلوي چې زموږ دا ارتباط د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د وصل د نقطې په توګه هم تامینېږي.

د هېواد جمهوررئیس فواید عامې وزارت ته لارښوونه وکړه، یادې پروژې دې په موقع تطبیق او ورڅخه دې جدي څارنه وکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ