د ټرمپ په اړه د هېښوونکو پټو رازونو نوی کتاب چاپیدونکی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته د رسېدو په اړه د پټو کيسو او ناويلي حقايقو په اړه کتاب له وخت مخکې چاپيږي.

د «فاير اينډ فيوري» په نوم کتاب کې د سپينې ماڼۍ د داخلي شخړو او ناندريو کيسې راتلونکې اونۍ چاپېده، خو د ټرمپ وکيلانو د دې کتاب د خپرېدو د مخنيوي هڅې پيل کړي دي.

د مايکل وولف «فاير او فيوري» کتاب د راتلونکي سه شبنې په ورځ چاپېده، خو ليکوال يې اعلان وکړ،چې د کتاب مينه وال کولای شي، دغه کتاب له نن جمعې په بازارونو کې پيدا کړي.

د ټرمپ وکيلانو پر دغه کتاب نيوکې کړي او زياتوي، چې يو شمېر تېروتنې په کې شوي دي.

په دې کتاب کې د ټرمپ د پخواني ملګري او د سپينې ماڼۍ د سټراټيژي د څانګې مشر سټيف بينين له خولې ليکل شوي، چې له روسانو سره د ټرمپ ليده کاته «خيانت» دی.

خو په ورته وخت کې د سپينې ماڼۍ يو شمېر چارواکي او د ټرمپ وکيلان د کتاب په رښتينولۍ نيوکې کوي.

د يادونې وړ ده،هغه مهال ټرمپ ويلي و، چې د سټيف بينين عقل کار نه کوي او تر هغې وروسته يې له دندې ګوښه کړی و.

خو سټيف بينین بيا رسنيو ته ويلي، چې ټرمپ له روسي چارواکو سره ليده کاته کړي، دا يو ملي خيانت دی او خلک به ټرمپ پر ملي ټلويزيون «د هګۍ په څېر مات کړي.»

د وکيلانو ګواښ

د ټرمپ وکيلانو د کتاب له خپروونکې ادارې غوښتي، چې د کتاب له خپرولو سمدستي ډډه وکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، چې د ټرمپ وکيلانو د کتاب ليکوال او خپروونکې ادارې ته د قانوني کړنو ګواښ کړی دی.

د کتاب ليکوال او خپروونکې ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې کتاب کې دغه ادعاوې شوي دي.

  • ولسمشر ټرمپ د ټاکنو د بريا له خبر سره حیران او ډار وهلی و.
  • د هغه مېرمن ميلانيا ټرمپ د خپل مېړه د بريا په خبر ژړلي و.
  • ټرمپ د لوړې د مراسمو پر مهال ډېر په غوسه و، چې د موسيقي ډېری استادانو دغه پروګرام کې د ګډون بلنه نه وه منلې.
  • ولسمشر ټرمپ له سپينې ماڼۍ وېرېده.
  • د ټرمپ اداره نه پوهېږي، چې د راتلونکي په اړه څه کولای شي او څه پلان لري.
  • د ټرمپ د ملي امنيت پخواني سلاکار مایکل فلین له روسيې د پيسو اخيستو پر مهال ويلي و، له دې قضیې به ولسمشر ټرمپ ته ستونزې پيدا شي.
  • ټرمپ دا هم وايي، چې د خپلو ملګرو له ښځو سره ويده کېدل د ژوند اصلي خوند دی.
  • ټرمپ د خپل ملګري ښځې ته ويلي، چې د چا په اړه فکر کوي، هغه يې اصل خاوند نه دی.
  • په دې کتاب کې د ټرمپ په اړه له دوو سوو کسانو سره مرکې شوي دي.

څارونکي وايي، چې دا کتاب به په راتلونکو ورځو کې خپور شي، خو که د ټرمپ وکيلان د کتاب په منعه کېدو کې پاتې راشي، له دې سره به د سپينې ماڼۍ ډېر ناویلي حقايق او رازونه خپاره شي، چې د ټرمپ د ادارې شته څه نا څه عزت او درناوی به هم ورسره له منځه ولاړ شي.

د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.
سرچینه: نن ټکی اسیا

یوه تبصره

  1. الجاج استاذ بیانزی

    اوس به معلومیږی چه د بیان ازادی د دموکراسی د درغلنو ټاکنو په شان د امریکا او نړیوالو د مظلوم بشریت خطا ویستل دی او که لږ تر لږه به د حقایقو په ډاګه کولو د پاره دغه کتاب نشرولو او خپرولو ته اجازه ورکړی او که دا کتاب په خپله یوه معمی ده په دی ډول یی لمړی اهمیت زیاتوی چه ډیر خلک یی رانیسی او بیا دخلکو اذهانو ته به خپله خوښه بدلون ورکړی لکه کله کله چه د سی ای ای د لیک په نامه د نړیوال اذهان مغشوش یا بلی خواته اړوی یا د ځینو بدلونو د پاره یی اذهان لولی چه څه د څه عکس العمل امکانات به وی یعنی د کتاب په نشرولو او نه نشرولو باید سمدلاسه قضاوت ونه شی لمړی باید کتاب ولوستل چه څه پکی دی تحیلیل ګران او ارزوونکی یی په اړه پخی ارزونی وکړی او بیا نهای نسبی قضاوت وشی .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

جمهوررئیس غني د ویډیو کنفرانس له لارې د اوربند د مدیریت په اړه د هېواد د ۳۴ ولایتونو امنیتي او سیمه ییزو مسئولینو سره خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني له والیانو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو د ...