کورنیو چارو وزارت: له جنرال رازق سره قانوني چلن کوو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق سره به د هغه د وروستیو څرګندونو له کبله قانوني چلن کوي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وړمه ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي ؤ، چې نه خو اشرف غني ګومارلی او نه یې هم هغه لرې کولای شي.

جنرال رازق د ملي یووالي حکومت پر جوړښت د نیوکې په ترڅ کې ویلي ؤ، چې په خپله د ملي یووالي حکومت هم د خلکو له خوښې پرته په غیر قانوني توګه رامنځ ته شوی، ځکه خو د کوم چارواکي د ګوښه کولو صلاحیت نه لري.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي نن په کابل کې خبریالانو ته ویلي، د اساسي قانون ترمخه هیڅ امنیتي چارواکی حق نه لري، چې په یوه سیاسي جریان پورې ځان وتړي او یاهم د مرکزي حکومت پرضد ویناوې وکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر جنرال رازق وړاندې د بلخ والي عطاء محمد نور هم د ولسمشرۍ پرضد بغاوت اعلان کړی او ګواښ یې کړی، چې د خپل ځان دفاع لپاره به هرقسم وسایلو ته لاس واچوي.


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

یوه تبصره

  1. الجاج استاذ بیانزی

    د کورنی چارو تش په نامه وزارت او هغوی چه د دی وزارت د پاسه او په مجموع کی ټوله غلامه ، ناوړه او فاسده اداره یوی بلی ملی یا بین المللی اداری ته اړه لری ، چه لمړی د افغانستان د اشغال له امله د کابل اداری ته حکومت ووایی که د اشغالګرو د کړنو یوه غلامه اداره ؟ بیا د ارګ د دوه سری حکومت مشروعیت [ چه د درغلنو دموکراتیکو ټاکنو رایوی خکندازو کی پریوتلی او د امریکا سفارت کی د امریکا د خارجه وزیر له خوا د یوه په ځای دوه جمهور ریسان یعنی دوه ارګه جوړ شول ]، له هغه وروسته څه کم څلورو کلو کی وزارتونه وزیران نه لری او نه وزارتونه ټاکل شوی بودیجه په ډاګه کولای شی چه لګولی یی ده ( اصلا بودیچه شخصی جیبو کی لویدلی ) له هغه وروسته د والیانو ، وکیلانو ، قاضیانو او جنرالانو او نورو د غلاوو ، فساد ، اختلاس او قاچاق او رشوت دوسیی وڅیړل شی او له هغه وروسته د عطا ڼور، دوستم او رازق په شان وحشیانو دوسیو ته نوبت رسیږی. اوس وخت خو لکه یوه فاحشه چه په بله فاحشه خپل لونډان ورتپی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

جمهور رئیس غني په ملي شورا کې د هرات وکیلانو او د ولایتي شورا استازو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن ماښآم په غازي ...