روغتیا

د “پالک“ روغتـــیایي ګټـې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۸)

روغتیا پوهان وایي، سبزیجات په تیره بیا پالک د بدن د ودې، نمو او د روغتیایي حالت د ښه کیدو لپاره تر ټولو اغیزمن خواړه دي.

د دوی په وینا؛ پالک دویټامن Aڅخه او B  په ګډون د مګنیزیم، فولیت، بیتاین آیرون ، کلسیم ، پوتاسیم ، فولیک اسید، کاپر، پروتین، فاسفورس ، زِنک ، سولونیم ، اومیګا۳ ، ویتامین K ، E ، B6 ، C په درلودلو سره د ډیرو ګټورو خوړو له ډلې شمیرل کیږي چې د ګڼو ناروغیو لپاره درمل جوړیدلی شي.

که د هډوکو له ناروغیو کړیږئ، یا مو هم پښتورګي درد کوي؛ نو د پالکو خوړل هیر نه کړئ؛ ځکه پالک د ویټامین k او کلیسیم نه برخمن سابه دي او کولي شي ستاسو دغه رنځ درمان کړي.

دغه راز پالک د وینې سره کرویات له منځه وړي چې په مټ یې د سرطان د وژونکې ناروغۍ مخه نیولی شئ او تر څنګ یې د دې خوړو په مټ د وینې  کولسټرول هم کنترول کړئ.

پالک د وچې ټوخلې د له منځه وړلو، د سترګو د نظر د زیاتوالي او د اعصابو د قوت لپاره هم مفید درمل دي او کولی شئ د خوراک تر څنګ یې له روغتیایي ګټو هم اغیزمن شئ.
خو؛ د پالکو لوی زیان دا دی چې په خپل ترکیب کې د “اګزالات“ په نوم کیمیاوي ماده لري چې تر ډیره په بډوډو او مثانه کې د ډبرې جوړېدو لامل ګرځيږي.

سرچینه: کابل ټکی کام

Tags