ټولنیزي لیکنې

اووه (۷) منفي فکرونه او عادتونه

مدینه جان ـ پښتو بهیر ویب پاڼه

په دې لنډه لیکنه کې اووه (۷)  منفي فکرونه او عادتونه په ګوته شوي، که د دې منفي فکرونو او عادتونو څخه مو ځان وژغوره، نو یقیناً چې ډېر پرمختګ به وکړئ:

۱. اوس ډير ناوخته دی: تاسو هر وخت کولای شئ، چې شرایطو ته بدلون ورکړئ، یعنې کولای شئ چې خپل ځان ته بدلون ورکړئ. نو هیڅ کله مه وایاست چې اوس ډیر ناوخته دی. هغه څه چې تاسو یې واقعین غواړئ تر سره کړئ، نو د ترسره کولو لپاره یې هیڅکله ناوخته نه دی.

۲. ځان ته دروغ ویل: هڅه وکړئ، تل ریښتیني واوسئ او خپل ځان ته مو واقعیت ووایئ. زړه کې مو څه ګونګ مه پریږدئ، تاسو باید داسې یو څوک ولرئ چې تل ورسره خپل زړه تش کړئ.

۳. صبر نه لرل: په هر ډول شرایطو کې اړینه ده، چې صبر ولرئ او د نورو خبرې وزغمئ، خو د ژوند بنسټ مو هیڅکله باید په دروغو ولاړ نه وي.

۴. سر له سبا څخه یې پیلوم: ژوند هغه وخت غوره او خوندور دی، چې موخه ولرئ، نن به ستا په ژوند کې یو ستر بدلون رامنځ ته شي، په دې چې د نن کار سبا ته پرې نږدی. نن به ستا په ژوند کې یو ستر بدلون رامنځته شي، په دې شرط چې د فکر کولو ورسته عمل وکړئ.

۵. د نورو رټل: په نورو کسانو نیوکه او د هغوی رټل هیڅ کومه ګټه نه لري، پرته له دې چې يوازې مو د دښمنانو شمېر لوړ شي. په نورو کسانو نیوکه او د هغوی رټلو پر ځای په خپل ځان کار وکړئ، یعنې خپلې نیمګړتیاوې پوره کړئ.

۶. ډیرې وعدې یا ژمنې کول: یو شمیر کسان د هر چا سره ژمنې کوي خو عملي کوي یې نه، له دې کار سره مو ټولنیزو اړیکو ته زیان رسیدلی شي.

یو مشهوره وینا ده وایي: ( کله چې غوسه یاست، کومه پریکړه مه کوئ، او کله چې خوشاله یاست نو ژمنه مه کوئ.  هغه ژمنې چې ترسره کول یې ستاسو وس کې نه وي، نو غوره به دا وي چې ترې تیر شئ، یعنې مه یې کوئ.)

۷. د حقیقت پټول: یو شمیر خلک د حقیقت د اوریدو توان نه لري او تل دروغ وایي. هڅه وکړئ، چې له داسې کسانو څخه ونه اوسئ او تل حقیقت ووایئ.

سرچینه: پښتو بهیر