افغانستان

د بشر حقونو کمېسیون: افغانستان کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې

په هېواد کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې زیاتېدو د بیلابیلو کورنیو او نړیوالو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي. د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون او د ملکي وګړو د خوندیتوب کمېته وایي، په هېواد کې د جګړې د ښکېلو لوریو له خوا د ملکي وګړو ژوند ته د نه پاملرنې له امله د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. په افغانستان کې د یاد بنسټ مشر نجیب ببرکزي وویل، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوی د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۱۲۹۲ پیښې یې ثبت کړې چې په کې ۱۴۵ ماشومان وژل شوي او ۱۱۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي. یاد بنسټ د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړی چې د ملیکانو ځانګړې توګه د ماشومانو خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه