خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: په بامیانو کې د سیمه ییزې اردو یو کنډک او یوه ځانګړې قطعه ایجادېږي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني بامیانو ولایت ته د خپل سفر پر مهال  نن ماسپښین د خلکو د بېلابېلو اقشارو په ستره غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په پیل کې د بامیانو والي طاهرزهیز خبرې وکړې، جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ په بامیانو کې د زېربنایي پروژو پرانیسته، ستره لاسته راوړنه وبلله.

هغه زیاته کړه، د بامیانو اوسېدونکو د دې ډول پروژو تطبیق خوب باله، خو نن د جمهوررئیس او خلکو په هڅو دا خوب په حقیقت بدل شو.

وروسته عبدالله شایګان د مدنې ټولنې او استاد محمدامیر شریف د ځوانانو په استازیتوب خبرې وکړې، د غور او ارزګان ولایتونو او جاغوري ولسوالۍ پر وروستیو امنیتي پېښو یې د اندېښنې ترڅنګ له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په دې سیمو کې د دښمن د ځپلو او امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه.

دوی وویل، موږ په دې باور یوو چې د مرکزي سیمو په ځانګړي ډول د بامیانو ستونزې حکومتي مسوولینو ته واضح او ښکاره دي، نو له دې امله د مرکزي سیمو د طبیعي زندان د ماتولو په برخه کې د جمهوررئیس د ترسره شویو ژمنو د عملي کولو او جدي پاملرنې غوښتونکي یوو.

په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم خبرې وکړې او د بامیانو له خلکو څخه یې د عقلانیت، مدنیت، نظم، قانون او ملي ګټو ته د پایبندۍ او د نظام د ملاتړ له امله مننه وکړه. هغه د بامیانو تاریخي او تمدني برم یاد کړ وې ویل، بامیان د تېر تمدن یادګار دی.

استاد دانش زیاته کړه، د امنیتي ستونزو او نورو ټولو ننګونو ترڅنګ حکومت نه یواځې دا چې د بیان ازادي یې محدوده نه کړه، بلکې د بیان ازادۍ د ملاتړ لپاره یې زیاتې هڅې کړي دي.

استاد دانش د حکومت په ټولو سطحو کې د عادلانه مشارکت، د افغانستان د ټولو خلکو په ځانګړي ‌ډول د مرکزي سیمو د متوازن انکشاف، د اداري واحدونو د تعدیل اود  امنیت د تامین په برخو کې د مرکزي سیمو په ځانګړي ډول د بامیانو ستونزې مطرح کړې.

جمهوررئیس غني د دوې د خبرو له اورېدو وروسته د بامیانو د خلکو، ښځو، مدنې ټولنې او ځوانانو څخه له دې امله چې په تېرو ۱۷ کلونو کې تر ټولو اوږد سفر باعزته طی کړ، مننه وکړه.

جمهوررئیس وویل، د نفاق ردول او افغانستان لپاره د ملي یووالي او پرمختګ هرکلی د بامیانو پیغام دی. هغه د امنیت په خاطر د بامیانو د خلکو غوښتنې ته په اشارې وویل، بامیانو لپاره مې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې د ایجاد حکم لاسلیک کړی چې ژر به خپل کار پیل کړي او لوی درستیز ته یې لارښوونه وکړه چې بامیانو لپاره دې د سیمه ییزې اردو د یو کنډ د ایجاد ترتیب نهايي کړي.

جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان جګړه پیچلي ابعاد لري او د افغانستان دښمنان هیڅ اصولو ته پایبند نه دي. هغه زیاته کړه د بامیانو امنیت زموږ لپاره باارزښته دی په همدې موخه یې په ګاونډویو ولایتونو کې ځانګړي عملیات شدت مومي.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، له دې جګړې څخه د تېرېدو په خاطر ملي بسیج ته اړتیا ده او له همدې ځایه پر افغان ولس غږ کوم چې د دې ملي بسیج لپاره چمتووالی ولري.

محمداشرف غني د ځمکو خپلواکې ادارې او ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه په بامیانو کې دې د دولتي او خصوصي ښارګوټو د اسنادو د مرحلو بشپړول چټک کړي. دغه راز  یې زیاته کړه، په بامیانو کې د اغاخان روغتون به حوزوي روغتون ته لوړ کړو، که چېرې یې امکاناتو ته اړتیا لرله، حکومت به یې تامین کړي.

جمهوررئیس د ځمکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د کامل شفافیت په پام کې نېولو سره دې د هوايي ډګر او بامیانو ښار د ټولو برخو د ځمکو استملاک ژر تکمیل کړي. هغه د بامیاني ښځو غوښتنو ته په اشارې وویل: د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو او لاسي صنایعو د ودې په موخه به د سوداګریز مرکز د ایجاد ترڅنګ د بامیانو په ادارې چوکاټ کې د ښځو لپاره سترمشاوریت هم ایجاد شي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د بامیانو پوهنتون سړک او د بودا مجسمې په مقابل کې پرتې سیمې مسطح کول او د ډبرو فرش او د بندامیر د سړک پخول به ترسره شي. هغه څرګنده کړه، په ټول هېواد کې د محرومیت د ختمولو لپاره واضح اراده وجود لري او دې موخې ته د رسېدو په خاطر به له هیڅ راز امکاناتو څخه دریغ ونه کړو.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د بامیانو کانونه د هېواد له باارزښته کانونو څخه دي او دا چې تراوسه نه دې استخراج شوي لامل یې د کانونو ناقص قانون دی. اوس د کانونو قانون په جامع ډول جوړ شوی او زموږ هڅه داده چې لږترلږه په دې دوره کې د دې ولایت د یو کان د استخراج چارې ترسره کړو.

په پای کې جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د بامیانو د ښاروال او د بامیانو د سلګونو اوسېدونکو په حضور کې د بامیانو ښار د ماسټرپلان سند لاسلیک او د دې ولایت پنځو تنو اوسېدونکو ته یې د بامیانو ښار د غیرپلاني ساحو د ملکیت د سندونو په  وېش سره دغه بهیر پیل کړ.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ