روغتیا

په بدن کې پنځه (۵) نښې چې خطرناکې نه دي

نجیبه همدرد ـ پښتو بهیر ویب پاڼه

زموږ بدن کې ځینې وخت داسې نښې او ناروغۍ رامنځته کیږي، چې په لیدو خطرناکې ښکاري، خو په حقیقت کې هیڅ خطر نه لري. په بدن کې ددې نښو او ستونزو  په لیدو یو شمیر کسان دومره اندیښمن شي، چې لار ترې ورکه شي. او فکر کوي چې په ډیرو سختو ناروغیو اخته شوی دی.

په دې لنډه لیکنه کې درسره هغه پنځه (۵) نښې شریکوو، چې په لیدو خطرناکې ښکاري خو هیڅ خطر نه لري.

۱. د سترګې په سپین کې د سرو ټکو پیدا کیدل: د روغتیا پوهانو په اند، کله کله د سترګو په سپینه برخه کې یو ډول سره ټکي پيدا کیږي. که چیرې دا ټکي واړه وي او بله هیڅ ډول نښه ورسره نه وي، نو دغه حالت د اندیښنې خبره نه ده.

د سترګو موښل، په ناپاکه هوا او چاپیریال کې اوسیدل، د شپې پر مهال مخ په بالښت موښل، او همدا راز ځینې درمل د سترګو په سپینه برخه کې د وړو سرو ټکو د پیدا کیدو سبب ګرځي، البته دا واړه ټکي د یو څه وخت وروسته خپله له منځه ځي.

۲. له پوزې وینه تلل: د روغتیا پوهانو په اند، د پوزې وینې کیدل غالباً کومه ستونزه نه پیښوي، په پوزه کې ډير نري د ویني رګونه شته دي، چې په اسانه وینې کیدای شي. وچه هوا او تودوخه پر دغو رګنو آغیزه کوي او ممکن رګونه وینه وکړي. خو که چیرې بیا دا وینه ډيره وي او یا تر اونۍ زیات دوام وکړي نو ډاکټر ته ورشئ.

۳. د لاسونو ریږدیدل: د یو شمیر کسانو لاسونه د کاچوغې نیولو، ګیلاس نیولو، او نورو کارونو په وخت کې ریږدي، دا حالت هیڅ کوم د اندښنې خبره نه ده. خو هغه کسان چې استراحت کې او د کوم کار په نه کولو سره یې هم لاسونه ریږدي ممکن په پاکینسون ناروغۍ اخته شوي وي، په داسې حالت کې ډاکټر ته ورشئ.

۴. د سترګو رپیدل: دا حالت ممکن  کمپيوټر ته د ډير کتلو، کم خوبۍ، ډيرې قهوې له څښلو، سټریس او ستړیا له امله وي، هیڅ ورته اندیښنه مه کوئ. خو د ځینو کسانو د سترګو عضلې ستونزې لري، چې ممکن عینکو ته اړتیا ولري. خو که د سترګو رپیدو سره د مخ رپیدل، سوی کول او نورې نښې هم ولرئ، نو باید ډاکټر ته ورشئ.

۵. په تشو کې د درد احساس: کله چې منډې وهئ، ممکن په تشو متیازو کې د درد احساس وکړئ، دا کومه جدي ستونزه نه ده.

سرچینه: پښتو بهیر

Tags