ټولنیزي لیکنې

ولې کم جرئت یو ( ۳ مهم لاملونه )

آرمان همراز ـ پښتو بهیر ویب پاڼه

یو شمیر کسان چې زیاتره یې محصلین او زده کوونکي دي، دوی نشي کولای چې د نورو خلکو پر وړاندې په پوره جرئت خبرې وکړي، ځکه دوی د خلکو پر وړاندې له خبرو  کولو ډاریږي.

ارواپوهانو ددې ستونزې لپاره یو شمیر لاملونه په ګوته کړي، چې په دې لنډه لیکنه کې یې درسره شریکوو.

۱. پر ځان باور نه لرل: زیاتره خلک له دې ویره لري که د خلکو پر وړاندې کومه خبره وکړي هسې نه چې ترې غلطه شي، یا هم موضوع ترې هیره شي او یا هم ترې بله کومه تیروتنه وشي. نو دا ډله کسان په مجلس کې خپله خبره په زړه پریږدي، د وخت په تیریدو سره همداسې بې زړه او بې جرئته پاتې کیږي.

 نو هڅه وکړئ، پر ځان باور ولرئ، خیر که د نن مجلس کې مو خبره غلطه شوه، یا هم موضوع در څخه هیره شوه خو د وخت په تیریدو سره به هر څه سم شي. ځکه هر مهارت په تمرین کولو سره پیاوړی کیږي.

۲. په مجلسونو او کنفرانسونو کې ګډون نه کول: زموږ په ټولنه کې زیاتره ځوانان ټولنیز ژوند ته توجو او اهمیت نه ورکوي، تل غواړي له نورو لرې اوسي او له ماشومتوبه ځان خودنه د ځان عادت ګرځوي.

نو هڅه وکړئ، ټولنیز ژوند ته اهمیت ورکړئ، په ګټورو مجلسونو او کنفرانسونو کې ګډون وکړئ. دا کړنه درسره د خبرو کولو د مهارتونو او جرئت په زیاتولو کې مرسته کوي.

که چیرې تاسو زده کوونکي او محصلین یاست نو د خپلو ټولګیوالو او ښوونکو پر وړاندې په ډاډه زړه خبرې وکړئ، او د خپلو زده کړو اړوند موضوعات زده او له ټولګیوالو سره یې په ټولګې کې شریک کړئ.

که چیرې تاسو ښوونکي یاست، نو هیله ده خپلو هغو زده کوونکو ته وخت ورکړئ او مرسته ورسره وکړئ، چې کم جرئته دي.

۳. د نورو له خوا تهدید: د ارواپوهانو له نظره هغه شمیر کسان چې په ماشومتوب کې د کورنۍ او نورو مشرانو له خوا تهدید شوي وي، د خلکو پر وړاندې بې جرئته وي. زموږ په ټولنه کې زیاتر والدین او مشران ددې پرځای چې خپلو اولادونو ته د خبرو کولو مهارتونه ورزده کړي، پر ځای یې تهدیدوي او د خبرو نه کولو لارښوونه ورته کوي.

یوه بله مهمه خبره دا چې، ډيرې کورنۍ هڅه کوي خپلو ماشومانو ته د لوبو وسایل او د لوبو امکانات په کور کې برابر کړي، ځکه هغوی ویریږي چې  ماشومان به یې بهر بې لارې او بې تربیې شي. خو د اورپوهانو په اند دا فکر غلط دی. له دې سره ماشوم بې جرئته پاتې کیږي.

سرچینه: پښتو بهیر

Tags