افغانستان

خواجه اصف: امريکا دې له پاکستان سره پر اړيکو تمرکز وکړي

امريکا او پاکستان ته په کار ده، چې پر خپلو اړيکو تمرکز وکړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف په يوه نړيوال اقتصادي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ويلي، چې امريکا دې له پاکستان سره اړيکو ته د افغانستان له اړخه نه ګوري، بلکې واشنګټن او اسلام اباد ته په کار ده، چې پر خپلو اړيکو تمرکز وکړي. دده په وينا امريکا دې له پاکستان سره په خپلو اړيکو کې د افغانستان مسئله نه مطرح کوي، ځکه پاکستان او امريکا په سيمه کې ګډې ګټې لري.
خواجه آصف ويلي، هغه څه چې له يوه کال راهيسې د امريکا او پاکستان په اړيکو کې روان دي ښه زېري نه لري او پاکستان له دې درکه اندېښمن دي.
خواجه اصف يو ځل بيا ټينګار کړی، چې هېواد يې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتينی دی.
امريکا په دې وروستيو کې د پاکستان په اړه سخت دريځ خپل کړی دی. همدا روانه اونۍ سپينې ماڼۍ له پاکستان وغوښتل چې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي. د ټرمپ وياندې وويل، پاکستان دې يا طالب مشران ونيسي او يا يې دې له خپلې خاورې وباسي.

The post خواجه اصف: امريکا دې له پاکستان سره پر اړيکو تمرکز وکړي appeared first on pashto.

1 Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  • پښتو کی یو بی ادبه متل دی وایی ( کونی دریږی کونه یی نه دریږی ) بخښنه کوی پاکستان د هماغه مثال لری کله چه څوک د دجال په شرینو او پتاسی روږدی شی بیای زړه کله صبریږی تل ورته چاپلوسی کوی چه په یو دول پتاسی ورکول بیا ورته چاری شی حتی که دهغوی په خپله مفعولتیا او یا د هغوی په ناموسی تیری هم تمام شی .
    که پاکستان له لیاری د امریکا او تاتو د اکمالاتو لیاره بنده شی هم به یی مونږ او هم به یی پاکستان او حتی هم به یی له شره مرکزی اسیا او ټوله اسیا وژغورل شی ، که بیا هم ډالری ډیری خوږی وی پاکستان دی ورباندی لویه ماله ولګوی چه ځوځلی زیات بیلونو دآلری ورته ورکړی او امریکا دوی ته چاپلوسی پیل کړی .
    مګر اصلی خبره دا ده چه : د پاکستان غلام چارواکی ټول هغوی د ی چه لندن او امریکا کی له پلرو پلرو زیږیدلی ، غلامان روزل شوی او لوی شوی دی هر یو یی څه له پاکستانی فسااد او څه له هغو هیوادو د رشوت په اخستلو بیلونر شوی او ټوله سرمایه ګذاری یی هم هلته ده هغوی ته د انګریزانو او امریکایانو له خوا اخطار ورکول کیږی چه که سر غړونه مو وکړه دغه سرمایی درته فریز کوم او داسی نور ډیر دلایل هم شتنه که یی لیکم د قلم پی عفتنی په پکی رامنځټه شی مګر هغه جه محبور شم