د امريکا حکومت په يوه رپوټ کې ويلي، چې د افغاستان امنيتي وضعيت لا هم ترينگلی دی او زياتوي، چې د اوولسو کلونو جگړو او ميلياردونو ډالرو لگولو سربېره هم افغان حکومت او امریکا په افغانستان کې کوم پرمختگ نه دی کړی.
په دغه رپوټ کې د افغانستان اوولس کلنې جگړې په اړه پوښتنې او څېړنې شوي.
امريکا د ۲۰۰۱ يوولسم سپټمبر له پېښې وروسته د دغه کال پر اووم اکتوبر پر افغانستان برید وکړ، خو رپوټ وايي، چې د اوولس کلنې اوږدې جگړې سربېره تر اوسه د دغې جگړې پای نه تر سترگو کېږي.
په رپوټ کې د امريکايي ډيپلوماټانو او طالب استازو د سولې ناستو يادونه هم شوې، خو زياته کړې يې ده، چې په دغو هڅو کې هم تر اوسه پرمختگ نه دی شوی.
په دغه رپوټ کې د امریکا دفاع وزارت «پنټاگون»، د بهرنيو چارو وزارت او د متحده ايالتونو د نړيوال پرمختگ «يو ايس ايډ» د مشر څېړونکي معلومات او څېړنې خپرې شوي دي.
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره ادعا کوي، چې په افغانستان کې يې له طالبانو سره د سولې په هڅو کې پرمختگونه کړي، خو په رپوټ کې دغه ادعا ناسمه بلل شوې ده.
رپوټ زياتوي، چې کابل ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د سفر سربېره هم د طالبانو جگړهييز پرمختگونه روان دي او د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې چارې هم له ستونزو سره مخ دي.
په رپوټ کې د افغان امنيتي ځواکونو مرگ ژوبله هم زياته بلل شوې او ټينگار کوي، چې د افغان دفاع وزارت او پوليس د بشري سرچينو له ستونزو سره مخ دي.
د يادونې وړ ده، په دغه راپور کې د افغان امنيتي ځواکونو کره مرگ ژوبله نه ده ښوول شوې او په وينا يې د افغان حکومت او پنټاگون د گډې هوکړې له مخې دواړه لوري د يو بل مرگ ژوبلې په اړه معلومات نه خپروي.
خو ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د امریکا جان هوپکن پوهنتون محصلينو ته په وينا کې ويلي و، چې په تېرو څلورو کلونو کې ۲۸۵۲۹ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.
په رپوټ کې د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې د مشر جنرال جوزف ډانفورډ له خولې ليکل شوي، چې طالبان په جگړه کې بایلونکي نه دي او همدارنگه له طالبانو سره د سولې په خبرو کې هم کوم پرمختگ نه دی شوی.
جنرال ډانفورډ دا هم ويلي، چې د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ اعلان شوې سټراټيژي له يوه کال زياته وکارول شوه، خو په عملي ډگر کې يې کوم گټه او لاسته راوړنه نه ليدل کيږي.