ټولنیزي لیکنې

د ښو اړيکو جوړولو او دوستانو موندلو ۱۲ رازونه

آرمان همراز ـ پښتو بهیر ویب پاڼه

۱. تکړه شخص هغه دی چې لومړی خبرې پیل کړي، دې ته منتظر مه پاتې کېږئ، چې بل څوک دې درمخې ته شي؛ دا مو په غرور بده اغېزه نه کوي، بلکې د نورو په نظر کې مو محبوب کوي.

۲. موسکا تر ټولو لویه او وړیا شتمني ده، او د دوستۍ جوړولو تر ټولو اسانه لاره ده. د تریو تندي خلک که هر څومره ښه خلک وي، نور فکر کوي، چې یا خو مغرور دی او یا هم نه غواړي له نورو سره راشه درشه وکړي.

۳. د نورو خبرو ته په مینه او لېوالتیا غوږ نیول، تاسو نورو ته تر هغه ډېر ورنږدې کوي، چې تاسو ورته خپلې خبرې وکړئ. هر څوک غواړي چې خبرې یې واورېدل شي، او ارزښت ورکړل شي.

۴. کله چې په یوه غونډه او مېلمستیا کې یاست، له نورو سره مو د سترګو تماس، موسکا او یا عادي ستړي مه شي یوه پیلامه ده. له هغه شخص څخه د نورو ډېر ژر زړه تورېږي، چې خلکو سره خبرې کوي، خو ورته ګوري نه.

۵. په لباس، خبرو، حرکاتو او برخورد کې د کوم مشر، مشهور هنرمند یا اکټر پېښې تاسو ته ګټه نه رسوي، بلکې شخصیت مو کمزوری ښيي. کوښښ وکړئ، هغسې اوسئ چې یاست.

۶. خپل صحت، خندا، خوښۍ، جرآت او ښېرازتیا ته توجه کوئ؛ خپل مسلکي پرمختګ ته هم پوره پام وکړئ. که پخپل مسلک کې پیاوړي یاست، دوستان، ملګري او هم مسلکان درسره مینه کوي او خوښېږي چې ستاسو دوست واوسي.

۷. په ټولنیزو شبکو لکه فیس بوک او نورو کې هم مثبت ګډون ستاسو ټولنیزې اړیکې ښې کوي. دوستانو ته تلیفون کول، له دوی سره ستاسو اړیکي لا ټینګوي. پر ټکنالوژي بې ضرورته زیات وخت لګول مو روغتیا ته تاوان رسولی شي.

۸. د خوښۍ محفلونو لکه واده، کوژدې، سنتي، له ښوونځي یا پوهنځي څخه د فراغت جشن، په دنده کې د پرمختګ د غونډې او نورو مناسبتونو ته ورتګ ټولنیزې اړیکي پیاوړې کوي.

۹. د دوستانو سره د غم پر مهال غمرازي او همدردي یو مهم ټولنیز مسئولیت دی. جنازه او فاتحه کې اشتراک او د تسلیت لپاره د دوستانو کور ته ورتګ ستاسو او دوستانو په منځ کې مینه زیاتوي.

۱۰. په هر حالت چې یاست، هڅه وکړئ، خوش طبعه، خنده رویه او ظریف واوسئ.

۱۱. کله چې له چا سره خبرې کوئ، د سترګو او زړه تماس مو ورسره وساتئ، په سترګو مو د کوټې ټول شیان مه عکاسي کوئ.

۱۲. حوصله، زغم، بخشش، صداقت او له نورو سره مرسته تاسوته په ټولنه کې د یوه ښه مقام په درکولو کې مهم دي.

سرچینه: پښتو بهیر

%d bloggers like this: