افغانستان

ننګرهار: د داعشي ملیشو او لښکر اسلام ډلې ترمنځ خونړۍ نښته روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۵ فریدافغان)
راپورونه وایي چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په باندر سیمه کې، د داعشیانو پر مرکزونو د منګل باغ وسله والو برید کړی دی او نښتې لا هم روانې دي.
ځایي خلکو کابل ټکي کام ته ویلي چې لومړی برید د لشکر اسلام ډلې پر داعشیانو کړی او ځینې سیمې یې هم ترې نیولې دي.
له سیمې څخه د تلفاتو لومړني ارقام ښیي چې تر اوسه په دې نښتو کې ۱۸ تنو داعشیانو او څوارلسو د لښکر اسلام جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د منګل باغ ډلې له داعشي ملیشو څخه د باندر سرونه او د باندر ستراتیژیکې سیمې نیولې او لاهم پرمختګ کوي.
بل پلو راپورونه وایي چې د هیواد په شمال کې د جوزجان په ولایت کې هم پر داعشي ملیشو کړۍ تنګه شوې او له سیمې تازه جزئیات دادي چې دسیمیزو طالبانو له خوا دا ډله ددې ولایت د قوشتپې ولسوالۍ اړوند دسردرې په سیمه کې کلابند شوي، چې د ځایي سرچینو په حواله یو شمیر یې حکومت ته تسلیم شوي ځینې یې وژل شوي او لږ شمیر له سیمیزو طالبانو سره مقاومت کوي.
د یادونې وړ ده چې یو شمیر سیمیزو هیوادونو په دې وروستیو کې اندیښنې زیاتې کړې چې ګواکې په سوریه او عراق کې مات شوي داعشیان د امریکا او یو شمیر لویو استخباراتي سازمانونو په مرسته د هیواد شمال ته د یوه منظم پلان ترمخه لیږدول کیږي ترڅو هلته خوندي مراکز ولري.
لویدیځې رسنۍ د شنونکو په حواله لیکي چې هڅه داده ترڅو داعش ډله د طالبانو پرضد دسیمیزو پولیسو او دګاونډیو هیوادونو پر وړاندې د نا امنۍ د یوه ابزار په توګه وکارول شي.
سرچینه: خبرونه: پښتو پاڼې

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */