ټیکنالوژي

د سامسنگ ۱۲ گېگابایټ رېم او ۱ ټېرابایټ حافظه لرونکی ځیرک موبایل

سامسنگ کمپنۍ به د ۲۰۱۹ لومړیو دریو میاشتو کې د سامسنگ گلکسي د لړۍ نوي ځیرک موبایلونه وړاندې کړي دي. ډېر امکان لري چې دغه ځیرک موبایلونه د ۲۰۱۹ په فبرورۍ کې د موبایل نړیوال کانگرېس نومې نړیوالې غونډې کې معرفي شي.

سامسنگ کمپنۍ به دا ځل درې گلکسي اېس۱۰ چې یو يې گلکسي اېس۱۰ لایټ، دوهم يي گلکسي اېس۱۰ او درېیم يي گلکسي اېس۱۰ پلس نومول شوي وړاندې کړي. یو شمېر راپورونو پر بنسټ سامسنگ کمپنۍ کېدای شي د دغو دریو ځيرکو موبایلونو تر څنگ څلورم ځیرک موبایل، چې ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوي هم معرفي کړي.

د سامسنگ کمپنۍ دغو ځیرکو موبایلونو کې به گلکسي اېس۱۰ پلس چې د گلکسي د لړۍ لسمې کلیزې په ویاړ معرفي کېږي تر ټولو پیاوړې او ځانگړې ځانگړنې لرونکی ځیرک موبایل وي.

گلکسي اېس۱۰ پلس به د ځیرکو موبایلونو په تاریخ کې لومړنی ۱۲ گېگابایټ رېم او ۱ ټېرابایټ (۱۰۰۰ گېگابایټ) فایل ثبتونې وړتیا لرونکی ځیرک موبایل وي.

د گلکسي اېس۱۰ پلس سره وړاندې کېدونکي نور ځیرک موبایلونه به ۸ گېگابایټ رېم او ۶۴ – ۱۲۸ گېگابایټ پورې د فایل ثبتونې وړتیا ولري.

د ایس یونیورس (Ice Universe)، چې د سامسنگ اړوند کره معلوماتو افشا کولو له امله ځانگړی شهرت لري، د راپور پر بنسټ گلکسي اېس۱۰ پلس به شاتنۍ برخه کې څلور او د خپلنۍ اخیستلو لپاره دوه کامرې ولري، په داسې حال کې چې د گلکسي اېس۱۰ نورې بڼې به مخکینۍ برخه کې یوازې یوه او شاتنۍ برخې کې درې کامرې ولري.

گلکسي اېس۱۰ پلس به ۶٫۷ انچه سترې مخ‌پاڼې سره کاروونکو ته معرفي شي.

دغو ځیرکو موبایلونو کې د مخ‌پاڼې لاندې د گوتې نښې سېنسر، د مخ پېژندلو لپاره 3D کامرې ټکنالوژي، خپل ځیرک موبایل څخه د نورو موبایلونو چارجولو وړتیا، د پخوا په پرتله ستره بېټرۍ او یو شمېر نور د پام وړ ځانگړنې هم اضافه شوي.

سرچینه: نړۍ نیوز