افغانستان

د طالبانو د سیاسي دفتر استازي په پاکستان کې

خبرپاڼه: د انګلینډ هیواد ټلیګراف ورځپاڼې خبر ورکړی چې په قطر کې د طالبانو استازي پاکستان ته تللي دي تر څو هلته د خپلو مشرانو سره لیدنې کتنې وکړي او د مذاکراتو د وروستیو جریاناتو په اړه معلومات ورکړي.

د ورځپاڼې په وینا دوی په داسي وخت کې سفر کوي چې هلته د امریکې خاص استازی هم سفر کړی دی.

ورځپاڼې ویلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزی په مشري اوه کسیز هیئت پاکستان ته رسیدلی دی.

د روسیې د کانفرانس او بیا د خلیلزاد سره تر دوه ځلو لیدو وروسته د طالبانو دا لومړنی هیئت دی چې پاکستان ته سفر کوي.

ټاکل شوې چې په راتلونکو دوه اونیو کې طالبان یو ځل بیا د خلیلزاد سره لیدنې وکړي خو معلومه نه ده چې دغه لیدنې به چیري تر سره کیږي.