ټیکنالوژي

پیغامونو کې دا جملې مه کاروئ

ژباړه: بشر دروېش

پیغام استول اوس په شخصي او رسمي ژوند کې یوه عامه موضوع ده. د نړۍ یوه لویه برخه خلک د خپلو موبایلونو، ایمیلیونو او ټولنیزو شبکو له لارې خپلو دوستانو او رسمي همکارانو سره د پیغامونو په وسیله شخصي او رسمي موضوعات شریکوي.
دلته هغه جملې درسره شریکوو چې په پیغامونو کې باید ونه کارول شي:

د زیات بحث وړ خبرې مه لیکئ
ځینې خبرې داسې وي، چې زیات بحث ته اړتیا لري. له دې کبله غوره ده چې اوږدې او د بحث وړ خبرې د مخامخو ملاقاتونو په وسیله ترسره کړئ. ځکه پیغامونه د لنډو خبرو لپاره کارول کیږي

په ایمیلونو او نورو پیغامونو کې ممکنه نه ده، چې اوږده موضوعات بحث او مقابل لوری درسره کومې نتیجې ته ورسیدای شي.
البته په دې وسیله د ژمنه شوو او غوښتل شویو طرحو استول او ترلاسه کول جلا خبره ده.

که مو د اوږدو موضوعاتو په اړه چا سره بحث غوښت او ورسره لیدل مو ممکن نه و، کیدای شي د ټلیفون یا ټولنیزو رسنیو د غږیدو له اسانتیا څخه ګټه واخلئ.

لانجې مه کوئ
کیدای شي کوم ملګري یا بل کس سره مو په کومه موضوع زړه بداوی راغلی وي. لازمه او مناسبه نه ده، چې خپلې ګیلې یا سپیناوی د پیغامونو په وسیله له هغه سره شریک کړئ.

د داسې خبرو، ناندریو یا د ناندریو د حل لپاره هم بهتره ده چې له پیغامونو استفاده ونه کړئ.
پیغام استول درسره په دې برخه کې د پام وړ مرسته نه شي کولای؛ بلکې لا نوره ستونزه درته جوړوی شي.

رازونه او ضعفونه مو مه بیانوئ
داسې موضوعات هر څوک لري، چې پکې د توطیو، نورو ځپلو یا ورته اعمالو مرتګب کیږي.
تاسې هم ممکن د خپل کوم هدف د لاسته راوړلو لپاره کوم ممنوع یا دسیسه بازه عمل کړی وي.
په دې اړه حتا دوستانو ته د پیغامونو په وسیله څه مه وایئ. که مو وویل یا مو ویلي وي نو ډاډه اوسئ چې دا کار درته سرخوږی جوړوي.
که فرضا کومه ورځ له خپل هماغه نیږدې دوست سره مو اړیکې خرابې شي، دا احتمال شته چې له هغه پیغام څخه ستاسې پرضد استفاده وشي.

شخصي اطلاعات مه استوئ
ببغامونه د ټیکنالوژۍ په وسیله استول کیږي. په دې خبر یاست چې ټیکنالوژي په بشپړه توګه خوندي او ډاډمنه نه ده.
که تاسې خپل پاسورډونه، محرم رازونه او ورته نور شیان د ټیکنالوژۍ د پیغامونو په وسیله یو بل ته واستوئ، دا تشویش شته چې پیغامونه مو هیک او د نورو لاسته ورشي.
په دې حالت کې ښکاره خبره ده، چې تاسې ته تاوان رسیدای شي.

بښنه مه غواړئ
د پیغامونو په وسیله له عادي مسئلو پرته د جدي مسئلو په اړه له چا بښنه مه غواړئ.
د جدي موضوعاتو په اړه د پیغامونو له لارې بښنې غوښتل کیدای شي تر ګټې زیات تاوان درته ولري.
مقابل لوری ممکن فکر وکړي، چې تاسې په داسې عادي بښنه هغه ته لا نوره بې احترامي کړې ده.
په دې اساس غوره ده چې د جدي موضوعاتو په اړه مخامخ یا لږ ترلږه په ویډیویي او غږیزه بڼه بښنه وغواړئ.

مجهولې خبرې مه کوئ
عمومي خبرې په عامه توګه مجهولې وي. غوره به وي چې پیغامونه مو مشخصې جملې او غوښتنې مقابل لوري ته ولېږدوي.
د بېلګې په توګه: که یو چا ته وایئ چې بیا غږیږو، مقابل لوری نه پوهیږي چې د څه په اړه کله ورسره غږیږئ.
بهتره ده چې ورته ووایئ: د … په اړه غواړم په دغه وخت درسره وغږیږم.
مشخصې خبرې دا فرصت درکوي، چې مقابل لوری له لازمې ذهني امادګۍ سره درته راشي او په دې ډول کار او خبرې مو ونه ځنډیږي.
د دې ترڅنګ امکان شته، چې د عمومي خبرو بلنې مو زر ونه منل شي.

د احساساتو په اظهارولو کې پام وکړئ
که یو چا ته په لومړي ځل ولیکئ: خوښیږې مې، د مقابل لوري په ذهن کې به ګڼې پوښتنې پیدا شي.
ستاسې هدف ممکن د مقابل لوري د شخصیت، وړتیاوو یا فعالیتونو خوښول وي.
ممکنه ده، چې د مینې په اساس هم یو چا ته داسې پیغام واستوئ خو دغه لوری به هم په داسې عمومي پیفام سم درک درڅخه ونه کړی شي.
د داسې مسایلو د اظهار لپاره هم ښه ده، چې لږ واضح او مشخص پیغام واستوئ.
په مشخصو پیغامونو د ناسم پوهاوي مخه نیولای شئ.

بد خبرونه مه لېږئ
دوستانو یا خپلوانو ته بد خبرونه په خاصه توګه د مړینې معلومات په پیغامونو کې مه استوئ.
ستاسې د دوستانو که څوک مړ شوی وي، پرتاسې یې دا حق جوړیږي چې نیږدې ورشئ، ورغاړې وځئ او د خواخوږۍ له څرګندولو سره ورته د کوم دوست د مړینې خبر ورکړئ.
کوم دوستان که درنه لیرې ژوند کوي او لیدل یې ممکن نه دي هڅه وکړئ هلته ورسره د نیږدې استوګنو خلکو د ټلیفون شمېرې پیدا او د هغو په وسیله بد خبرونه ور ورسوئ.

استعفا مه کوئ
د پیغامونو په وسیله خپلې استعفاوې مه کوئ. دا کار هم په اداري او هم اخلاقي لحاظ زیات مناسب نه وي.
البته دا عامه خبره ده. په استثنایي ډول کیدای شي دا کار لازم او حتا ضرور وي، خو په عامه توګه نه دی.
د مخامخو لیدنو له لارې استعفا ستاسې د استعفا دلایلو د ښه بیان زمینه برابروي. همدا شان که ستونزه مو د امتیازاتو یا د کارونو د زیاتوالي پر سر وي، مخامخې لیدنې کولای شي دا ستونزې هم در حل او ادارې سره مو کومې موافقې ته ورسوي.

سرچینه: یاران