نظر او تحلیل

افغانستان ټرمپ او که افغانانو ته مهم دى؟

ټرمپ د پاکستان له صدر اعظم عمران خانه په يوه استول شوي ليک غوښتي چې په افغانستان کې د سياسي حل لپاره لاره هواره او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سولې او مذاکراتو ته د طالبانو په راوستلو کې مرسته وکړي. د ټرمپ په ليک او غوښتنه کې مهم ټکی دا دی چې ويلي یې دي (افغانستان زما تر ټولو مهم سیمه ییز لومړیتوب دی) که ټرمپ ته، چې له پخواني شوروي اتحاد او بيا د روسيې سره یې پرې سيالي بايلوده، افغانستان ډير مهم دي؛ نو د افغانانو خو خپل کور او د سرونو په قربانيو یې له پرنګه ګټلى او ساتلی هېواد دى، دوى ته ولې مهم نه دى؟

که د ټرمپ دا فکر وي چې افغانستان له لاسه نه ورکوي او يا خپل او د ناتو پوځونه له افغانستان څخه نه باسي؛ نو بيا خو يې دا مطلب شو چې افغانان دې ترې ووځې؛ ځکه کوم ځای چې چا ته ډير مهم وي، هغه له لاسه نه ورکوي، بلکې بل ترې باسي او ځان پکې ځايوي.

د امريکا او نورو يرغلګرو هېوادونو دا سياست دی چې کله په زور خپلو موخو ته ونه رسيږي، بيا له نرميو کار اخلي. امريکا په افغانستان کې جګړه بايلوده او په ټول توان يې بايلوده، نظامي او سياسي افسرانو يې په وار وار د بايلښت اعترافونه کړي دي، او س غواړي په سياسي لوبه افغان ولس، د سيمې هېوادونه او نړيوال دوکه کړي.

ترڅه حده د ټرمب خبره د امريکايانو لپاره په ځای هم ده، چې په افغانستان کې يې په ميلياردونه ډالر په جګړه، تبليغاتو، د ښځو او ځوانانو په سازمانونو، ټولنو (عياشيو) او… مصرف کړل، اوس ورته افغانستان ډير مهم دی، خو پوښتنه دا ده چې د ټرمپ په پرتله افغانانو ته يې ساتل او يرغلګر ترې شړل ډير مهم دي. افغانستان د افغانانو نيکونو په خپلو سرونو او وينو ساتلی او ګټلی دی، د ټرمپ پلار او نيکه پر افغانستان سر نه دی ورکړی، هغه ته که مهم وي، يواځې په لګښتونه او د روسانو سره د سياليو په بايللو به مهم وي.

امريکايي چارواکي چې د افغان ولس او پاکستان تر منځ په د ښمنانه تبليغاتو کې پاتې راشي، بيا پاکستان ته ووايي چې د افغانستان په مسئله کې يې رول اداء کول ګټور دي، همدا امريکايي چاوراکي دي چې د افغانستان او پاکستاني ولسونو تر منځ یې د اختلاف اور بل کړی دی او اوس هم پرې کار کوي او غواړي په افغانستان کې له پرنګه پاتې پاليسي عملي کړي.

ټرمپ، دفاع وزير جيمز مټيس، او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ يې نه غواړي له افغانستان خپل پوځونه وباسي، بلکې ټينګار کوي چې په افغانستان کې خپلو پوځونو ته د شتون زمينه سازي د نهو پوځي اډو په فعالولو سره وکړي؛ ځکه خو ينس سټولټنبرګ وايي چې په افغانستان کې د ناټو او امريکا پوځونو په پاتې کيدو دومره لګښتونه نه راځې لکه په استلو يې چې راځې، د دې نه دا ثابته شوه چې ناټو د امريکا په اشاره نه غواړي له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي او د تل لپاره د بهرنيو پوځونو په شتون کې په افغانستان کې جګړه دوام ولري.

که د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ په بروکسل کې د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې ويلي واى چې ناټو له افغانستانه د پوځونو په وتلو او پاتې کيدا غور کوي، چې کوم يو ورته ګټور دی، بيا هم په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسيدا تمه کيدای شوه، خو د ټرمپ دفاع وزير جيمز مټيس، ،بهرنيو چارو د وزير پمپيو او نور نظامي او سياسي چارواکو له ويناوو يې داسې څرګنديږي چې دوی نه غواړي په افغانستان کې له بايللې جګړې لاس واخلي، خو دا دې هم په ياد ولري چې که ټرمپ ته په خپلو سياسي او مالي تاوانونو افغانستان مهم وي؛ نو افغانانو ته چې له پلرونو او نيکونو څخه په ميراث ورپاتې هېواد يې دی، د خپلو نيکونو په څير يې پرې خپل سرونه هم ورکړل، له ټرمپ څخه ورته ډير مهم دى، که په جګړه وي او که په سوله بهرنيان به ترې وباسي، ان شاءالله.

سرچینه: کابل ټکی کام