نظر او تحلیل

په افغانستان کي چین او هند کامیابه کېدای سي، خو امریکا او روسیه ناکامه سول

واحد فقیري

مېرمن چایانیکا ساکشینا د ډسمبر پر ۴ په (سوت چاینا مارنیګ پوسټ) کي لیکي نن سبا افغانستان تر بل هر وخت بې ثباته دئ. که څه هم د افغانستان د سولي لپاره زیات بین المللي کانفرانسونه او کوښښونه سوي دي، خو د امن او ثبات د راوستلو لپاره ئې څه نه دي حاصل کړي.

په افغانستان کي رقیب جهاني طاقتونه – لکه امریکا او روسیه – یو کرت بیا د قدرت په لوبو لګیا دي. دواړو طاقتونو د سولي لپاره خپلي طرحي او میکانزمونه وړاندي کړي دي. له یوې خوا، امریکا له افغاستانه د وتلو په بېړه کي ده، او حتی له طالبانو په خبرو کي ئې د کابل حکومت بای پاس کړی دئ، خو له بلي خوا، روسیه او طالبان سره ګرم سوي دي. همدا وجه ده چي د سولي لپاره دوه موازي کوښښونه روان دي.

پدې مبهم حالت کي، په افغانستان کي د چین او هند همکاري امید بخښونکې ده. چین او هند دواړه له افغانستان سره کومکونه کوي، او دواړه هلته همکاري سره کوي.

څرنګه چي امریکا پدې ښه پوهېږي چي جنګ نه سي ګټلای، نو لهذا د یوه با عزته وتلو لپاره هلي ځلي کوي. دا ځل واشنګټن د سولي لپاره پلمې نه کوي، بلکي راسا ئې د طالبانو سره د خلیلزاد په واسطه خبري پیل کړي دي. جمهورریس ټرمپ د افغانستان په اړه په کافي اندازه ستړی سوی دئ، او غواړي چي ووځي.

بل پلو، روسیه هم له افغانستانه بدي خاطرې لري، او هلته ئې زیات تلفات ولیدل.

اوس نو، که څه هم چین او هند په اقتصادي لحاظ د یو بل سره رقابت لري، خو په افغانستان کي د دواړو طاقتونو ګټي موازي حرکت سره کوي. چین او هند کولای سي چي په افغانستان کي خپلي همکارۍ لا غښتلي کړي، او په ګډه کار سره وکړي.   چين او هند دواړه پدې پوهېږي چي که چیري په افغانستان کي سوله اعاده سي، دواړه اسیايي طاقتونه به په اقتصادي او ستراتیژیکي لحاظ د افغانستان له ثباته مستفید سي. چین او هند کولای سي چي په افغانستان کي د رقابت پر ځای همکاري سره وکړي، خو روسیه او امریکا همدا کار نه سي کولای.

دغه راز، چین او هند کولای سي چي د افغانستان د سولي په اړه داسي سهولتونه برابر کړي چي غربي هیوادونه ترې عاجزه دي. چين او هند دواړه په افغانانو کي خاص محبوبیت لري، ځکه هغوی هیڅکله هم د افغانانو په داخلي چارو کي مداخله نه ده کړې. مانا چين او هند د افغانستان په لانجې کي نه بې تفاوته پاته سوي دي، او نه هم په نظامي لحاظ ښکېل سوي دي.

په بل عبارت، داوړه ملکونه په افغانستان کي رغنده نقش لوبولی دئ.  په داسي حال کي چي په افغانستان کي د چین او هند د همکاریو په باب خوار کم معلومات موجود دي، خو دواړو اسیايي طاقتونو بار بار دا ژمنه کړې ده چي غواړي د افغانستان په مسایلو کي رغنده رول ولوبوي.

لنډه دا چي پدې جنجالي نړۍ کي، هند او چین کولای سي چي په افغانستان کي د بین المللي روابطو په کتاب کي یو نوی باب پرانزي.

یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین